د کابل خاک جبار کې پر ٧٠٠ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
د کابل ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د پکو مؤسسې په مرسته، ۷۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې. دغه وېش د غنمو د کرنې د کمپاین یوه برخه وه، چې موخه یې د کرنې وده او د حاصلاتو زیاتول دي.
په دې وېش کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره ورکړل شوه، ترڅو بزګران وکولای شي په مؤثره توګه د خپلو کروندو حاصلات زیات کړي.