د پکتیا دکرنې ریاست: چشمه ماران څېړنیز فارم څخه لیدنه وشوه
٢۴ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید په داسې حال کې، چې د پکتیا دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمرعبدالباقي مهاجر او د څېړنیزو چارو عمومي مدیر یې ملتیا کوله ددې ولایت د چشمه ماران څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه.
په یاد فارم کې د غنمو او د نورو بیلابیلې څیړنې د پکتیا د کرنې ریاست څېړنیزو چارو مدیریت کارکوونکو لخوا ترسره شوي دي.
ددې لیدنی په ترڅ کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالروف سعید د فارم کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړی او زیاته یی کړه، چې د څېړنیز فارم کارونه په خپل وخت او سمه توګه ترسره کړي.
همدارنګه د کارونو د لاښه والي لپاره لازم هدایت ورکړل شول ترڅو دغه څیړنې د مسلکي کرنې لپاره مثبتې پایلې ولري.