د زابل د بادامو حاصلات ۱۲ سلنه زیاته شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۲ - ۱۳:۱۹
د زابل د بادامو حاصلات ۱۲ سلنه زیاته شوې

۲۱ چنګاښ ۱۳۹۹
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي ددې ولایت د بادامو د حاصلاتو د ۱۲ سلنې زیاتوالي خبره کوی او وایي، چې له بڼوالو سره هر اړخېزې مرستې، د بڼوالو عامه پوهاوی، کافي ورښتونه او د ناروغیو میخانیکي مخنیوي هغه لاملونه دي، چې  ددې ولایت د بادامو سږنۍ حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاته شوې ده.
د زابل د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت ۱۰ زره او ۷۵۰ هکټاره ځمکه د بادامو ونې پوښلي دي، چې سږکال یې حاصل د تېرکال په پرتله ۱۲ سلنه زیاته ده. د زابل د کرنې ریاست چارواکي وایي: « د کرنې ریاست او د بزګرانو په هلو ځلو سره د زابل ولایت د بادامو حاصلات ۱۲ سلنه زیاته شوې ده. موږ هلې ځلې کوو، چې د زابل ولایت کرنیز تولیدات د کیفیت له پلوه ښه او د کمیت له پلوه ډېر کړو.»
د زابل د کرنې ریاست په دې ولایت کې د بادامو د لانورو بڼونو د جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه: «موږ په دې هڅه کې یو چې د بادامو د نوي بڼونو په جوړولو سره او یا لږ تر لږه د نباتي افتونو د ضد درملو په رسولو سره ددې ولایت د بادامو د حاصلاتو کچه لوړ کړو.»
په ورته وخت کې د دې ولایت د بادامو بڼوال هم د بادامو له سږنۍ حاصلاتو خوښ دي.
زابل د هېواد په سوېل لوېديځ كې پروت ولایت دى، چې ډېری اوسیدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو څوکلونو کې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د بادامو د نوي بڼونو په جوړولو سره توانېدلې ده، چې د زابل د بادامو د حاصلاتو کچه لوړ او د بڼوالو عواید زیات کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۶:۱۷
Background image

د مرکزي زون د اوړني نباتاتو د پلان جوړوني ورکشاپ په لاره واچول شو

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څېړنو لوی ریاست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د مرکزي زون د اوړني نباتاتو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د ننګرهار کامه کې مېرمنو ته د شاتو د مچیو صندوقونه وېشل شوي

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایې ټولني په مالي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د ریشخور لبنیاتو فابریکې پر فعالولو د مالي او اداري مرستیال ټینګار

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کابل ولایت د ریشخور په سیمه کې د لبنیاتو د پروسس له. . .

بازگشت