دکندز دکرنې رییاست: دشت ارچې کې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
۱۰ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۱۷ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې چارې کړندي شوي دي.
د دوی په خبره په دې برخه کې د هلو ځلو په ترڅ کې د کندز ولایت د دشت ارچي په ولسوالۍ کی د دولتي ځمکو د غصب مخه نیول شوی دی.
دکندز دکرنې ریاست وایي، چې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لومړیتوبونو څخه دی. په کندوز ولایت کې ټولې غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.