خوست کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۹:۵۲
خوست کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي دودولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار ۲۱ شنې خونې جوړېږي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه شنې خونې د خوست ولایت په مرکز کې جوړېږي، چې رغنیزې چارې یې پیل شوي دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د خوست ولایت مرکز او ولسوالیو کې د۶۴ بابه شنو خونو جوړولو چارې عملاً روانې دي او د یادو ۶۴ بابه شنو خونو له ډلې څخه تیره ورځ مرکز کې د۲۱ بابه شنونو خوړولو ابتدایي چارو څخه نظارت ترسره شو.
دغه شنې خونې په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته دخوست د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار په دې ولایت کې جوړېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۶
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼونو څخه لیدنه وکړه

 

۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولويشېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

دکندهار و لایت د کوه‌کران څېړنیز فارم بریالۍ څېړنې


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت کوه‌کران څېړنیز فارم، چې په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې د کندهار ښار په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار د کوه‌کران څېړنیز فارم څخه ليدنه


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

بازگشت