خوست کې د کانالونو او ورخونو له پروژې څخه څارنه وشوه
۲۶ تله ۱۴۰۳ه.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجنیرانو د مرکز متون اړوند د کونډیو پاس کلي په سیمه کې د کانالونو او ورخونو جوړولو پروژې له کارونو څخه څارنه وکړه. دا پروژه د (اې ډي اې) مؤسسې په همکارۍ تطبیق کېږي. انجنیرانو د پروژې د کیفیت او معیار پر بنسټ جوړولو لپاره لازمې لارښوونې ورکړې.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د یادې سیمې اوسېدونکو ته د اوبو وېش او تنظیم ستونزې حل شي.