خوست کې د همکارو برنامو له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ه.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارو مؤسسو له استازو سره د غوره همغږۍ او پروژو د ښه پلي کولو په موخه غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د یادو مؤسسو چارواکو د خوست دکرنې ریاست چارواکو ته د خپلو مؤسسو د کړنو او فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او د پروژو په پلي کولو کې د خوست دکرنې ریاست د لازیاتو همکاریو غوښتونکي شول.
په همدې حال کې د خوست دکرنې ریاست د یادو مؤسسو چارواکو ته د هرراز همکاریو د ډاډ ترڅنګ وویل، چې ټولې پروژې باید د خوست دکرنې ریاست سره په همغږۍ پلي شي.
په دې غونډه کې دغه راز د پروژو په پلي کولو کې پر روڼتیا او د اړتیا وړ پروژو پر پلي کولو هم ټینګا وشو.