بزګرانو ته د اسانتیاو برابرولو په پار هڅې؛ لغمان کې د سړک رغنیزې چارې پیل شوې
١۴ لړم ۱۴۰۲ه.ش
٢۱ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګروملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د «سي.اې.ډبلیو.سي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د علیشنګ ولسوالی اړوند د قلعه ټک کلي څخه تر پلوټې کلي پوري چې بارکزي، هروړه، ګنجوڼ، منوزي اوسلطان کلي په برکې نیسي د اووه کیلومتره په اوږدوالي او د ۵.۳ متره په پلنوالي د کرنیزو ځمکو پورې اړوند سړک د بیارغونې چارې پیل کړي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن، دعلیشنګ ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل، دعلیشنګ ولسوالی دکرنیزو چارو مدیر مولوي محب الله د همکارې مؤسسې ولایتي دفتر مسؤلینو، دسیمي قومي مشرانو او کروندګرو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د لغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل: «د کرنیزو ځمکو پورې اړوند سړک د بیارغونې پروژې چارې د (یو.ان.ډي.پي) په مالي لګښت او د«سي.اې.ډبلیو.سي» مؤسسې» په تخنیکي همکارۍ پلي کېږي، چې په دغه پروژه کې به د ورځې ۳۷۳ کاریګر په کار بوخت او نوموړو کاریګرو ته به د ورځې د څلور امریکائي ډالرو معادل افغانۍ دکار په مقابل کې اجوره ورکړل شي.»
د ښاغلی محسن په خبره له دې پروژې څخه ۱۵۰۰ کورنۍ مسقیم او ۳۰۰۰کورنۍ په غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کوي، چې دیاد سړک په رغونې سره به د یادو سیمو د کروندګرو د سبو، حبوباتو او نورو حاصلات انتقال مارکیټ ته په وخت عرضه او د کروندګرو د حاصلاتو له ضایعاتو څخه به مخنیوی وشي.
په همدې حال کې د علیشنک ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل دلغمان د کرنې ریاست او د نوموړې مؤسسې مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د سړک د بیارغونې په برخه کې هڅې کړي هغه دپروژې ګاریګرو ته توصیه وکړه چې په پوره اخلاص سره د پروژې کارونه ترسره کړي.
په ورته وخت کې دسیمې اوسیدونکو د لغمان دکرنې ریاست او د نوموړې مؤسسې مسؤلینو څخه دمننې ترڅنګ خوښي څرګند کړه چې یادې پروژې په پلي کیدو سره به یي له یوې خوا سړک د بیارغونې ستونزه حل او له بلې خوا ورته د کار زمینه برابره شوه.