اروزګان کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه
١٧ تله ۱۴۰۳ه.ش
٥ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د اروزګان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،اچ،ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د خاص اروزګان ولسوالی پر ١٥٠٠ اړمنو بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه.
د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش په مراسمو کې د اروزګان د کرنې ریاست او د مرستندویو مؤسسو د استازو تر څنګ قومي مشران او یوشمېر بزګران اخیستې وه.
د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې ولایتي مسوول وویل، چې سږکال په اروزګان ولایت کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل کېږي، چې په خاص اروزګان کې ١٥٠٠ بزګرانو ته د وېش لړۍ پیل شوه.
د اروزګان د کرنې ریاست استازي، د اصلاح شوي تخمونو پر ارزښت او ګټو خبرې وکړې او بزګرانو ته یې د کر سپارښتنې هم وکړې. هغه وویل چې د اروزګان ولایت د کرنې ریاست او دخوړو او کرنې سازمان د ژمنې سره سم، د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې په مناسب وخت کي توزیع کړل.
هغه وویل، چې د ياد پروګرام له تطبيق څخه يې موخه د اړمنو بزګرانو پر پښو اودرول دي، نوموړي له بزګرانو وغوښتل، چې پر خپلو ځمکو يې وکري، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.
د یادولو وړ ده، چې په نږدې ورځو کې به د نورو بزګرانو سروې هم وشي او د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوی سرې به ورته ورکړل شي.
د اروزګان ولایت د کرنې ریاست هر کال د خپلو همکارو مؤسسو په مرسته زرګونه بزګرانو ته د زیات حاصل ترلاسه کولو لپاره اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي توزیع کوي.