ارزګان کې پر څلور زره بزګرانو د سبو تخمونه وېشل کیږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۱۰:۱۱
ارزګان کې پر څلور زره بزګرانو د سبو تخمونه وېشل کیږي

۳۰ غویی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د « ANCC» همکارې موسسې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي لګښت د ارزګان پر څلور زره بزګرانو کرنیزې بستې او د حبوباتو او سبوتخمونه او کیمیاوي سره وېشي.
د ارزګان د کرنې رییس احمدشاه خیري وایي، چې پر دغو بزګرانو د اته قلمه سبو د تخمونو لړۍ نن پیل شو، چې په کې د پيازو، بنډۍ، توربانجان، رومي بانجان، سره ملی، ګشنیز او ماروکدو شامل دي.
د سبو او حبوباتو د تخمونو او کیمیاوي سرو له وېشلو څخه موخه د اصلاح شویو ورایټیو رواجول، د نویو کرنیزو لاروچارو معرفي، د مالدارۍ او کرنې په برخه کې د نوي ټکنالوژۍ کارونه، د څاریو لپاره د باکیفیته خوراکي توکو چمتو کول او د مالدارانو او بزګرانو د عوایدو د کچې لوړول ښودل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۴
Background image

هلمند کې د پستې نیالګیو تولید په پارهڅې، د پستې زرګونه نیالګي تولیدېږي

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د مرکز لښکرګاه د بولان د نیالګیو روزنځای کې د پستې   پنځه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۲
Background image

ننګرهار کې  ۷۲ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل  او واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې د ننګرهار ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې څارویو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۱
Background image

ننګرهار کې پر زرګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د اکشن اېډ مؤسسې او هلال هډ،ا کرنیز شرکت چارواکو سره په کتنه کې د یادو. . .

بازگشت