د مراجعينو ستونزو هوارولو په پار دکرنې وزير هلې ځلې
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمري د خپل کار په دفتر کې له يوشمېر سوداګرو، بزګرانو، مالدارانو او د بېلابېلو ولايتونو له يوشمېر اوسيدونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې واورېدل.
په دغو کتنو کې د کرنې وزير د مراجعينو عريضې، ستونزې، وړانديزونه او نظریات ملاحظه او د دوی د ستونزو هوارولو په پار اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمري په دغو کتنو کې خلکو ته د چوپړتياو وړاندې کولو په برخه کې پر خپل ژمنتيا خبرې وکړې او اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د کرنې وزارت د مراجعينو ستونزو د هوارولو په برخه کې هلې ځلې وکړي.
تلاشهای وزیر زراعت جهت حل مشکلات مراجعین
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با شماری از تجار، دهقان، مالداران و باشنده گان ولایت مختلف کشور دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمود.
در این دیدار ها وزیر زراعت عرایض، مشکلات، پیشنهادها و نظریات مراجعین را ملاحظه نموده و هدایات لازم را جهت حل مشکلات به مسوولان مربطه سپرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدار ها از تعهدش مبنی بر خدمت رسانی مردم سخن زده و به مسوولان هدایت داد تا در رفع مشکلات مراجعین وزارت زراعت از هیچ گونه تلاش دریغ نورزند.