د هلمند د کرنې ریاست: پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو
۶ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۱۳ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د جک یا افغانانو د پوهې لوړلو د کرنې برخې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر ٢٤ زره او ٣٢٦ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د چارواکو په خبره ددغې پروسې له لارې د سنګین، لښکرګاه، نهرسراج، ګرشک، ګرمسېر، نادعلي او واشېر ولسوالیو پر نږدې ٢٤ ز ه او ٣٢٦ مستحقو بزګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
باید وویل شی یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی،په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره وېشل کېږي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.