هلمند کې څه باندې ۱۲ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شو

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۲:۱۳
هلمند کې څه باندې ۱۲ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شو

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د کمپاین په دوام، ددې ولایت واشېر ولسوالی  کې ۱۲ زره او ۱۰۶ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شو.
د هلمند د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې پلاوی د واشېر ولسوالوی اړوند د سنګیلان کاریز د ځمکې څخه ارزونه ترسره کړه، چې نږدې ١٢١٠٦ جریبه ځمکه یې تشخیص او تثبیت کړل.
د یادو ځمکو د تشخیص او تثبیت راپور به د تخنیکي پلاوي د کړنلارې له مخې ترتیب او د وروستۍ پریکړې په موخه به د ځمکو د غصب مخنیوی او استرداد کمیسون ته ولېږدول شي.
د هلمند ولایت واشېر ولسوالی کې تر دې وړاندې هم د امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده، چې دغه پروسه به په ټولو سیمو کې د اړونده مسؤلینو سره په بشپړه همغږۍ په دوامداره توګه ادامه ولري.
بلخوا د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې ځایي اوسیدونکو غوښتل، چې غیر متصرفه  ملکیتونه غصب، کورونه ورباندې جوړ او یا یې په کرنیزو ځمکو واړوي چې پر وخت یې د کرنې او امنیتي مسؤلینو لخوا یې مخه ونیول شوه.
باید وویل شي، چې هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۰:۳۶
Background image

تلاش‌های وزیر زراعت جهت خدمت رسانی به دهقانان و مالدارن کشور 

۴ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به منظور حل مشکلات دهقانان، مالدارن و سایر شهروندان کشور با دها تن از باشندگان ولایت‌های مختلف کشور دیدار کرده و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۵۰
Background image

تفتیش از مزارع تخم‌های اصلاح شده در ولایت بلخ 

۳ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از مزارع نباتات تابستانی چون سویابین، رومی، جواری، ماش، پخته، لوبیا و شالی که شامل ورایتی های مختلف نباتات می شد تفتیش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۳:۵۰
Background image

توزیع پیاز زعفران به شماری از دهقان ولسوالی چمتال ولایت بلخ

۳ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ به همکاری موسسه دست به دست در آن ولایت به شماری از دهقان زعفران کار ولسوالی چمتال آن ولایت پیاز زعفران توزیع کرد.
موسسه دست به. . .

BACK TO NEWS