هلمند کي دغوښینو چرګانو د درمل پلورونکو او شرکتونو څخه څارنه وشوه
٢۳ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۳۰ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو لخوا دغوښينو چرګانو ددرمل پلورونځیو او شرکتونو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.
د یادې څارنې په لړ کې له ١٢ درملتونونو او شرکتونو څخه شپږ قلمه تاريخ تېر درمل راټول شول او اړونده درملتونونو مالکانو ته سپارښتنه او لارښوونه وشوه تر څو راتلونکي کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي.
دغه راز په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل جوازونه واخلي او یایي نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
همدارنګه سپارښتنې ورته وشوې چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د غیر مسلکي کسانو ګمارنې، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کېږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.