د اطلاعاتو او عامه اړيکو د رياست پېژندنه

مخينه:

د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست په ۱۳۹۰ يم لمريز کال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په اډانه کې د يوه اطلاعاتي او نشراتي ارګان په توګه په فعاليت پيل وکړ او د هېواد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د موخو، کړن لارو، تګ لارو او طرح شويو پلانونو مطابق د اطلاعاتي چارو د ښه تنظيم، پروخت کاري همغږي ايجادولو او له ټوليزو رسنيو سره د اړيکو په برخه کې خپلې برنامې عملي کوي.

د کرنې په برخه کې د پراختيايي پېښو خپرول، په ځانګړې توګه بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو ته د کرنې د سکټور د فعاليتونو او لاسته راوړنو سره د بلدتيا په موخه پوهاوي ورکول، د کرنيز ملي ماسټرپلان د موخو د پلي کولو په پار د دوي د همکاريو جلبول، حلال کرکېلي ته د بزګرانو هڅونه، د پرمختللې او نوي کرنيزې تکنالوژۍ او لارې چارې پېژندنه، د لوړ ارزښت لرونکو بوټو پېژندنه او د بزګرانو د عوايدو د زیاتولو په پار سوداګريزې کرنې پلي کول د دې رياست له لومړيتوبونو څخه دي.

اساسي موخې:

د دې رياست اساسي موخې دادي:

-د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې پراختیایې پېښې خپرول

- چټک، روڼ او پروخت اطلاع روسونه

- د وزارت د پلانونو، لاسته راوړنو او فعاليتونو په هکله عامه پوهاوي

لیدلوری:

د اطلاع رسونې په برخه کې یو مخکښ او ځواب ورکوونکی وزارت لرل

ماموریت:

-          د وزارت له ټولو واحدونو څخه اطلاعات راټولول

-          د وزارت ټول فعالیتونه او لاسته راوړنې خپرول او پروخت له رسنیو، خلکو او مدنې ټولنو سره یې شریکول

-          د وزارت اړوند د ټولو کلتوري او ارتباطي مسایلو همغږي کول

 

کړنې:

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د خبر، راپور، خبرپاڼې او اعلاميو د چمتو کولو په پار له ټول هېواد څخه مالومات راټولول او د  وزارت پر فيس بوک پاڼه، ويب پاڼه، د بزګر په اوونيزه او د خبري کنفرانسونو له لارې د دغو خبرونو، راپورونو، خبرپاڼو او اعلاميو خپرول، خبري کنفرانسونه جوړول، سيمينارونه، ورکشاپونه، کرنيزې غونډې او د وزارت اړوند نورې غونډې او پېښو ته پوښښ ورکول، د «کرنه» د مجلي له لارې د کرنې د برخې د کارپوهانو او متخصصينو علمي او مسلکي موضوعات خپرول، د وزارت برنامو ته د پوښښ ورکولو په موخه له ملي او نړيوالو رسنيو سره اړيکه نيول، د بېلابېلو موضوعاتو د خپرولو په موخه رسنيو ته خبرونه، انځورونه او ويډيو استول، مرکه کوونکو او مرکه کېدونکو ترمنځ همغږي ايجادول، دمالوماتو د ټولو لپاره د رسنيو د پام وړ موضوع تثبيتول او رسنيو ته د مالوماتو او منابعو اسانتيا برابرول د دې رياست اصلي موخې جوړوي.

لاسته راوړنې:

د اطلاع رسونې په لارو چارو کې بدلون:

د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست  د ۲۰۱۸ ام زيږديز کال له پيل څخه د اطلاع رسونې نوي لارې چارې پيل کړې ده. د دې رياست فعال ټيم په دې هلو ځلو کې ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې پراختيايي پېښې پروخت او ژر له رسنيو، مدني ټولنو او خلکو سره شریکې کړي.

د ۲۰۱۸ ام زيږديز کال له پيل څخه تر دې دمه (۲۹ غویی ۱۳۹۷) مونږ توانېدلي يو چې، د وزارت له کړنو او لاسته راوړنو څخه څه باندې ۸۵۰ خبرونه او راپورونه له خلکو سره شریکې کړو.

کابو ۹۰ خبري اعلاميې مو چمتو او رسنيو ته استولي دي. کابو ۵۰۰ ټلويزيوني او راډيويي مرکې موکړي دي او د درېوو مياشتو په لړکې مو ۱۵ خبري کنفرانسونه په لاره اچولي دي.

د رسنيو سره مرکې او د خبري اعلاميو د خپرولو تر څنګ مونږ د دې وزارت ډېری خبرونه او راپورونه  د دې وزارت د فيس بوک، ټويټر او د وزارت د ويب پاڼې له لارې هم خپروو. د دې ترڅنګ د هرې اوونۍ په پاي کې د وزارت د يوې اوونۍ ټولې کړنې د «بزګر» د الکټرونیکي اوونيزې له لارې هم خپروو.