د خوراکي خوندیتوب او غلو دانو د ستراتیژیکو زیرمو ریاست

پیلامه:

افغانستان په وچه کې را کیر او  د خوراکي توکو د کمښت په برخه کې د ډيرو زیان لیدونکو هیوادونو له ډلې څخه شمېرل کیږي. پداسې حال کې  که چیرته په دغه هیواد کې په کلنی ډول سره په کلنی توګه په پوره توګه بارانونه هم ووریږي بیا هم افغانستان  ۹۰ سلنه د کورنیو خوراکي توکو د تولید وړتیا لري.

په نړئ کۍ د  ډيریو هیوادونو  سیاسي، جغرافیوي او اقتصادي شرایطو ته په کتو،  له ۵ څخه تر ۲۰ سلنې پورې د خپلو وګړو د نفوس غلې دانې په زیرمتونو کې لري. نو پر دې اساس د غلو دانو د ستراتیژیکو زیرمو ریاست د کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت په آډانه کې  د ج.ا.آ دولت د پالیسئ پر بنسټ ، د ۳۹ ګڼې مصوبې  او د وزیرانو د شورای په ترڅ کې په ۱۷/۱۰/۱۳۸۶ نیټه منځ ته راغلی دی . نو پر دې اساس افغانستان په خپلو ستراتیژیکو زیرمو کې  د  ددې هېواد دوګړو د ۱۰ سلنې شمیرې  کلني لګښتونه، یعنې ۵۵۰ زره ټنه  په   سیلو ګانو  او  زیرمو کې  او ۵۵۰ زره متریک تټه  دغلو دانو په ستراتیژیکو زیرمو کې  باید و لري.

  • کله مو ، چې هیواد د سیلابونو راوتلو، زلزلو او وچکالی رامنځته کیدو په ترڅ کې  له  خطرونو سره مخ شي، نو په پایله کې یې د لوږې کچه لوړیږي  او په دې  وخت کې له   زیرمو څخه  د یوې ملي اجڼدا په توګه ګټه اخیستل کيږي  او همدا راز په هغه سیمو کې چې، هلته  د خوارکي توکو د کمښت احساس کیږي  د دولت مداخله یو حتمی امر ګڼل کیږي.
  • په ټولیز ډول سره د ځانګړي سکټور د زیرمو بنسټونه  محدود وي نو په داسې وختونو  کې د زیرمو او یا هم د غلو دانو ساتل د لوږې پر وړاندې د یوه ګټورې وسیلې په توګه او  په مارکیټ کې د غنمو د ثابتې بیې ساتلو په برخه کې ارزښتناکه رول لري.
  • د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د زیرمو د جوړیدو په ترڅ کې به دولت په دې وتوانیږي، چې له کورنیو سرچینو  او وارداتو څخه د اړتیا وړ غلې دانې  زیرمه کړي او په بړنیو حالاتو کې یې د هېواد  زیان لیدونکو خلکو لپآره د مرسته کونکې سرچینې په توګه  ګټه ورڅخه پورته کړي.

د غلو دانو د ستراتیژیکو زیرمو د ریاست  پيژندنه:

دغه ریاست په ۱۳۸۶ کال کې د خوراکي توکو د خوندیتوب  د لوی ریاست په نوم جوړ شو  او ورسته  یې  په ۱۳۸۹ کال  د غلو دانو د ستراتیژیکو زیرمو د ریاست په نوم کړنې تر سره کولې او په ۱۳۹۱ کال کې  د دوهم ځل لپاره  د خوراکي توکو د خوندیتوب او ستراتیژیکو زیرمو  ریاست باندې ونومول شو.

د یادونې وړ ده،چې د زیرمو ریاست   د پیښو پر  وړاندې د مبارزې  په برخه کې د چمتوالي نیولو د دارالانشا ملي ادارې فعاله غړی دی او د تخنکیي اجراتو په برخه کې  پوره صلاحیت لري او همدا راز د پيښو پر وړانډې د مبارزې  د دولتی عالي کمسیون سره،  د زیان لیدونکو خلکو سره  د مرستو په برخه کې د پریکړو نیولو صلاحت هم لری.

 نوموړي ریاست تشکیلات په لاندې جدول کې ښودل شوي.

د غلو دانو د زیرمو ستراتیژیک ریاست موخه:

  •  زیان لیدونکو کسانو ته په بیړنیو حالاتو کې  خواب وینه.
  • په مارکیټ کې د خوراکی توکو د قیمت د لوړوالي او ټيټوالي څخه مخنیوی.
  • په راتلونکي وخت کې دولتي ادراو ته د  اوړو او ډوډی چمتو کول.

موخې:

د کروندګرو پام اړونه د غلو دانو کښت ته او د مخدره توکو په کښت کې کموالی رامنځ ته کول.

په جبر او زور  سره د تولیدي وسایلو د خرڅلاو مخه نیول.

له اجباري ګډوالی څخه  مخنیوي کول.

د خواراکي خوندیتوب د چمتوالي په برخه کې  د خلکو باور پر دولت باندې اغیزمن دی

لید لوری 

له سیلو ګانو او معیاري زیرمو سره د یوې نیمه آزادې ادارې  لرل او په هغې کې د هېواد د نفوس د ګلني لس سلنې لګښتونو  غلو دانو موجودیت.

راتلونکي پلانونه:

دکرنې وزارت د زیرمو ریاست په ځپل پنځه کلن پلان کې د ۵۵۰ زره متریک ټنه وړتیا لرونکي  د زیرمو او سیلو ګانو رغول شامل دي، چې   په دغه زیرمو کې د غلو دانو موجودیت به د هیواد ۱۰ سلنې نفوس کلنی لګښتونه تشکیل کړي.

  1. د هیواد په ۲۳ ولایتونو کې په ټولیز ډول سره د ۱۰۹۰۰۰  متریک ټنه وړتیا لرونکي ۳۱ بابه زیرمو رغول.
  2. د هیواد په ۶ ولایتونو کې په ټولیز ډول سره د ۱۷۰ زره ټنه وړتیا لرونکي ۶ بابه سیلو ګانو رغول.
  3. د هیواد په ۳ ولایتونو کې د دریو  جوړ شویو زیرمو ملحقاتو رغول.
  4. د هېواد په اوو ولایتونو کې د ۱۶ ګدامونو بیا روغونه.
  5. د هیواد په ۲۶ ولایتونو کېد ۱۵ زره متریک ټنه  وړتیا لرونکو ۳۰ زیرمو رغول.
  6. د ۳۰ زیرمو  لپاره د پلیټ فارم او دفتري تجهیزاتو برابروالی.

 ګټه اخیستونکو شته زیرمو د وړتیاوو لرولو جدول:

ګڼه

ولایت

مرکز/ ولسوالی

د ټنه په اساس د سیلو   وړتیا

زیرمتونونه

په ټولیز ډول سره د زیرمو وړتیاوې

په ټولیز ډول د قسمي فعالو زیرمو او سیلو ګانو  وړتیاوې د ټن په اساس

کتنې

تعداد/ باب

د ټن په اساس یې وړتیا

۱

کابل

مرکزی سیلو

50,000

5

22,000

72,000

د ګتې اخیستنې وړ دی

۲

بغلان

د پلخمري سیلو

40,000

40,000

د ګتې اخیستنې وړ دی

۳

بلخ

د بلخ سیلو

40,000

1

5,000

5,000

45,000

د ګتې اخیستنې وړ دی

۴

هرات

د هرات سیلو

20,000

1

2,000

2,000

22,000

د ګتې اخیستنې وړ دی

۵

بامیان

د بامیانو مرکز

1

5,000

5,000

5,000

په ۱۳۹۱ کال کې رغول شو یدی او د ګتې اخیستنې وړ دی

۶

دایکندی

نیلی

1

5,000

5,000

5,000

په ۱۳۹۱ کال کې رغول شوی دی او د ګتې اخیستنې وړ دی

۷

غور

چغچران

1

5,000

5,000

5,000

په ۱۳۹۲ کال کې رغول شوی دی او د ګتې اخیستنې وړ دی

۸

بادغیس

فلعه نو

1

5,000

5,000

5,000

په ۱۳۹۱ کال کې رغول شوی دی او د ګتې اخیستنې وړ دی

۹

هلمند

کرشک

5

1,000

5,000

5,000

یادې زیرمې د سپرت مؤسسې لخوا بیا رغول شوی دي

لشګرګاه

3

1,000

3,000

3,000

د PR  مؤسسې لخوا بیا رغول شوې دي.

۱۰

بدخشان

فیض آباد

-

1

5,000

5,000

6,000

نوموړې زیرمه په ۱۳۹۲ کال کې نوې جوړه شوې ده.

-

1

1,000

1,000

د ګتې اخیستنې وړ دی او بیا رغونې ته اړتیا نشته

۱۱

ننګرهار

جلال اباد

10

1,000

10,000

10,000

په ۱۳۹۲ کال کې بیا رغول شوی دی

۱۲

تخار

تخار

1

2,000

2,000

2,000

په ۱۳۹۵ کال کې بیا رغول شوی دی

۱۳

پروان

چاریکار

1

5,000

5,000

5,000

د ګتې اخیستنې وړ دی اما بیا رغونې ته یې اړتیا شته ده.

۱۴

لغمان

مهترلام

2

1,000

2,000

2,000

د FAO  مؤسسې لخوا بیا رغول شوی دی

کندز

مرکز

1

5,000

5,000

5,000

د PRT  لخوا نوی رغول شوی دی.

۱۵

غزنی

غزنی

6

500

3,000

3,000

د مخدره توکو پروړاندې د مبارزې برنامې لخوا ۳۰۰۰ ټنه وړتیا لرونکې ۶ زیرمې رغول شوې دی او د غزنی د کرنې ریاست په واک کې ورکړل شوي دي

۱۶

سرپل

مرکز

5000

1

5000

5000

5000

په ۱۳۹۶ کال کې رغول شوی دی

۱۷

خوست

مرکز

1000

2

1000

1000

1000

په ۱۳۹۵ کال کې بیا رغول شوی دی

۱۸

نورستان

پارون

2000

1

2000

2000

2000

په ۱۳۹۵ کال کې بیا رغول شوی دی

مجموع

 

150,000

46

 

 98000

248000

 

 

 


له ۱۳۸۷ څخه تر  دا مهاله د غلو دانو د زیرمو ستراتیژیک ریاست د لاسته راوړنو کړنو لنډیز:

الف) د زیرمو جوړول او د شته زیرمو بیا رغونه:

  • په ۱۳۹۱ او ۱۳۹۲ کلونو کې د دولت له بودیجې څخه د هیواد په بامیانو، دایکنډی، بادغیس، غور او بدخشان ولایتو نو کېد ۲۵ زره متریک ټنه وړتیا لرونکو ۵ زیرمو جوړول.
  • د ۱۳۹۲ کال په لړ کې د WFP  پروګرام لخوا په مرکزي سیلو  کې د  ۲۲ زره متریک ټنه وړتیا لرونکي  د غلو دانو د ۴ زیرمو رغول.
  • د ۱۳۹۱ کال په لړ کې د PRT مؤسسې لخوا  په کندز ولایت کې د ۵ زره متریک ټنه لرونکی د یوې زیرمې رغول.
  • په غزنې ولایت کې د مخدره توکو پروړاندې دمبارزې برنامې لخوا د ۳ زره متریک ټنه لرونکو ۶ زیرمو رغول او د یاد ولایت د کرنې ریاست ادارې  په واک کې ورکول.
  • د FAO مؤسسې لخوا په لغمان ولایت کې  د دوه زیرمو بیا رغونه.
  • د SPAD مؤسسې لخوا د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالی کې د ۵زره متریک ټنه وړتیا لرونکو ۵ زیرمو بیا رغونه.
  • د SRT مؤسسې لخوا په هلمند کې د ۳ زره متریک ټنه وړتیا لرونکو ۳ زیرمو بیا رغونه.
  • د ۱۳۹۵ کال د بودیجې لخوا د ننګرهار د هده په فارم کې  د ۱۰ زره متریک ټنه وړتیا لرونکي ۱۰ زیرمو بیا رغونه.
  • د  ۱۳۹۵ کال په ترڅ کې  په پکتیا ولایت کط د ۱۰۰۰ ټنه وړتیا لرونکي دوه زیرمو بیا رغونه.
  • د ۱۳۹۵ کال په لړ کې د دولت د بویجې لخوا په تخار ولایت کې د ۲ زره متریک ټنه وړتیا لرونکي یې زیرمې بیا رغونه.
  • د ۱۳۹۶ کال په لړ کې  د دولت د بویجې لخوا په سرپل ولایت کې د ۵زره متریک ټنه وړتیا لرونکي یو فام بیا رغونه.

ب:)  له نوموړي ریاست سره د دوستو هیوادونو لخوا تر سره شوي مرستې.

  •  د ۱۳۹۰ او ۱۳۹۳ کلونو په لړ کې د هندوستان هیواد لخوا په دوه پړاونو کې  د ۲۴۵۱۹۲ متریک ټنه  غنمو مرسته کول.
  • د چین هېواد لخوا  د ۱۳۸۷ کال په لړې د ۴۱۰۰ ټنه غنمو او په ۱۳۸۸ کال کې د ۸۰۰۰ ټنو غنمو مرسته کول.
  • د قزاقستان هیواد لخوا په ۱۳۸۸ کال کې د۱۸۹۴ متریک ټنه غنمو او په ۱۳۹۰ کال کې  ۴۸۹۷ متریک ټنه وریجو مرسته کول او همدا راز ددې هیواد لخوا په ۱۳۹۲ کال کې  د ۱۲۶۶ متریک ټنه اوړو، ۱۹۰ متریک ټنه کوچ او ۱۰۰۰ متریک ټنه بورې مرسته شوې ده
  • په ۱۳۷۷ کال کې د فدراتیف روسیې هیواد لخوا د ۱۷۸۷۵ متریک ټنه اوړو مرسته کول.
  • د ۱۳۹۶ کال په لړ  کې د هندوستان هیواد لخوا د ۱۱۰ متریک ټنه غنمو مرسته کول، چې دمګړی یې هم لیږد لا دوام لری.

ج)  د هیواد په داخل او له هیواده بهر د غنمو پیرودل:

  • په ۱۳۸۸ کال کې دهیواد له ۱۳ ولایتونو څخه د ۷۶۳۳۱ زره متریک ټنه غنمو پیرودل.
  • په ۱۳۸۸ کال کې د سوداګری  چارو وزارت له لوري له پاکستان هېواد څخه د ۴۵۹۷۱ متریک ټنه غنمو پیرودل.
  • په ۱۳۸۷ کال کې د کورنیو سوداګرو لخوا د قزاقستان هیواد څخه د ۳۹۰۰۰ متریک ټنه غنمو پیرودل.
  • په ټولیز ډول سره ۱۶۱۳۰۲ متریک ټنه غنم پیرودل شوي دي
  • په ۱۳۹۶ کال کې د ازبکستان هیواد څخه د ۱۰۰ متریک ټنه  خوراکي غنمو  پیرودل.

د غنمو اندازه د ټن په اساس

د کلونو پر اساس د غنمو د ویش لړی

ګنه

107608.56

له ۱۳۸۸ څخه تر ۱۳۹۰ام کال  پورې وړیا ویشل شوي  غنم

1

5066

د ۱۳۹۱ کال په لړ کې په وړیا ډول ویشل شوي غنم

2

27333.5

د ۱۳۹۲ ام کال په لړ کې په وړیا ډول ویشل شوي غنم

3

4168.45

د ۱۳۹۳ کال په لړ کې په وړیا ډول ویشل شوي غنم

4

16082.549

د ۱۳۹۴ کال په لړ کې په وړیا ډول ویشل شوي غنم

5

3914.05

د ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کلونو په لړ کې په وړیا ډول ویشل شوي اوړه

6

2576.91

د ۱۳۹۵ام  کال په لړ کې په وړیا ډول ویشل شوی غنم

7

166768.019

په ټولیز ډول سره د ۱۳۸۸ نه  تر ۱۳۹۵ کال پورې ویشل شوي  غنم 

 

په وړیا ډول د ویشل شویو غنمو او اوړو توحید شوی جدول:

پر مؤسساتو او پرانیستلی بازار کې پلورل شوي غنم

د غنمو اندازه د ټن پر آساس

د غنمو پلور

ګڼه

69404.8

د ۱۳۸۹ نه تر ۱۳۹۴ ام کال پورې پر WFP مؤسسې باندې په ټولیز ډول پلورل شوي غنم

1

86919.15

د ۱۳۸۹ نه تر ۱۳۹۴ام کال پورې په پرانیستلي بازار کې په ټولیز ډول پلورل شوی غنم

2

156323.95

په ټولیز ډول سره پر WFP مؤسسې او پرانیستل شوي بازرا کې پلورل شوي غنم

 

د هېواد په زیرمو کې د پلورلیو  او مرسته شویو شته غنمو جدول

ګڼه

سیلو ګانې او زیرمتونونه

د ازبکستان د شته غنمو اندازه د ټن پر اساس

د هندوستان د شته غنمو اندازه د ټن پر اساس

کتنې

1

مرکزي سیلو

4075.461

39659.953

 

2

د بلخ سیلو  او زیرمتونونه

44579.953

0

 

3

د پلخمري سیلو

41584.2

0

 

4

د بدخشان کرنیز زیرمتون

4000

0

د ۱۳۹۶/۸/۲۰ نیتې اړوند    او  ۲۱۹۲ حکم پر اساس  د بدخشان ولایت ۲۸ ولسوالیو ته ۴۰۰۰ټنه غنم لیږل شوي دی اما تر دې دمه لا ویشل شوي نه دي.

5

د تخار کرنیز زیرمتون

968.964

0

 

6

د کندز کرنیز زیرمتون

3001.245

0

 

7

د هرات سیلو

0

9818.045

 

8

د کندهار د میوې او کنسرو زیرمتون

0

16000

 

9

د هلمند کرنیز زیرمتون

0

3010.865

 

10

د غزني کرنیز زیرمتون

0

2000

 

11

د لغمان کرنیز زیرمتون

0

1007.83

 

12

د ننګرهار کرنیز زیرمتون

0

7839.055

 

13

د بادغیس کرنیز زیرمتون

0

5410.564

 

14

د غور کرنیز زیرمتون

0

6529.16

 

15

زابل

0

1000

 

16

نیمروز

0

960.71

 

په ټولیز ډول سره  

98209.823

93236.182

 

نوټ: د چابهار او زیرمتونو  ترمنځ پر لاره   شته ۱۶۷۶۳.۸۶۳ټنه  غنم به د تړون اوړند د روان کال د جواز میاشتې تر ۱۰ نیتې پورې بشپړ شي.