د طبیعي سرچینو لوی ریاست

     دافغانستان اسلامی جمهوری دولت             دولت جمهوری اسلامی افغانستان

     دکرهنی، اوبولگولو او مالداری وزارت        وزارت زراعت، آبیاری و مالداری

Islamic Repulblic of Afghanistan

Ministry of Agriculture Irrigation & Livestock

 

د طبیعي سرچینو او اوبو لګونې معینیت

د طبیعي سرچینو لوی ریاست

 

 

له ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۹۶ کال پورې د طبیعي سرچینو ریاست لاسته راوړنې

 

د مطلبونو لړلیک:

پیژندنته

لرلید

ماموریت

ټولیزه موخه

د طبیعي سرچینو د تنظیم ملي ستراتیژی مهمې موخې

د طبیعي سرچینو د تنظیم ملي ستراتیژی لویې څانګې

لویې لاسته راوړنې

  • د ټولنې د وګړو په ګډون د طبیعي سرچینو د تنظیم بنسټیزه ملي برنامه

    1. د فارمونو رغونې برخه(د ګروندګرو په ګډون د چنار د ځنګلونو ایښودل او تکثیرول) او په دې برخه کې روزنه ورکول.

    2. په هر اړخیز ډول  د څړځایونو تنظیمول

    3. طبیعي ارزښت ته په کتو، ایکو سیستم ته پراخیتا ورکول«د ساتل شویو سیمو تنظمیول»

    4. د عامه خبراوي،  وړتیا لوړونې، قوانینو او پالیسی څانګه

    5. د پلان جوړونې، د پروژو طرحه کولو او لارښوونو څانګه

  • د  ښار د  زرغون کمربند پروژه

  د طبیعي سرچینو ریاست د ۱۳۹۷ ام  کال پراختیايي پلان

  • د ټولنې د وګړو په ګډون  د طبیعي سرچینو د تنظیم بنسټیزه ملي برنامه

  •  د کابل د زرغون کمربند پروژه

 

پيژندنه:

طبیعي سرچینې(ځنګلونه، څړ ځایونه، ساتل شوې سیمې، حیات وحش او ایکولوژیکي سیمې) د هیواد یو له ارزښتناکه سرچینو څخه دي، چې له اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او  د چاپیریال ساتنې له اړخه ازښتناکه رول لري او له ۷۹ سلنې څخه د زیاتو کلیوالي وګړو ژوند په همدې  ولاړ دی. دغه سرچینې ملي شتمني ده او همدار راز  د ټولو نورو  ایکو سیستمونو لکه اوبو، خاورې، تنوع حیات، د چاپیریال ساتنې پایښت،  د کلیوالي ټولنو د ژوند کړولو او د ملي عوایدو وده ددې سرچیونو په ساتلو او تنظیمولو  پورې تړوا لري، خو له بده مرغه، چې دد تیرو پرلپسې کورنیو جګړو  او  د غیرې قانونې ګتې اخیستنې پر اساس  دغه سرچینو  له حده زیات زیان لیدلی دی، نو اړینه ده چې ددې طبیعی سرچینو د تنظیم او ساتنې په برخه کې پاملرنه وکړو.

د طبیعي سرچینو د تنظیم او  ساتنې په برخه کې د  نوموړې برنامې  اوږد مهاله  موخې د ځنګلو د ارزښت او شته ستونزو  په پام کې  د نیولو پر اساس په لاندې ډول تشریح کیږي:

د بوټو، اوبو  او  خاورې د ساتلو په پار د مناسبو لارو چارو په اساس د ځنګلونو، آبر ریزو، څړځایونو، د طبي  او وحشي بوټو او  ایکولوژيکي ارزښت لرونکي سیمو منظمول ، د دښتو له پراخوالي څخه مخنیوی، د بیلانس او ایکالوژیکي خدمتونو ساتل،  شنو ځاینو ته  اقتصادي وده ورکول، د موسمي بدلون په ترڅ کې د  رامنځته کیدونکو خطرونو څخه مخنیوی کول،   د کار زمینه رامنځ ته کول،د کروندګرو او مالدارانو عواید زیاتول، د بیوزلئ د کچې ټیټول او د خوارکي خوندیتوب برابرول دي.

د طبیعي سرچینو بنسټیز تنظیمول د کرنې، اوبو لګونې اومالدارئ وزارت د نوې ۵ کلنې ستراتیژې پر اساس د کرنې د پراختیا په ملي (اولچارپوب) برنامه کې شامل دي او موخه یې په بنسټیز ډول سره د طبیعي سرچینو ( ځنګلونو، آبر ریزو، څړځایونو، د طبي بوټو او ساتل شویو  سیمو ) تنظیمول  دي .  د هیواد د اساسي قانون د څوارلسمې او پنځلسمې  مادي پر اساس د ملي برنامې ستراتیژیکه طرحه، چې دکروندګر د ورخې په  لمانځ غونډه کې   د « د طبیعي سرچینو  او اوبو د ودي» په  تړاو  د جلالتماب ولسشمر ج.ا. ا د تاریخي بیانیې(۲ وری ۱۳۹۴ کال)  په لړ کې،  چې  د کرنې دودې په پآر  یې  د راتلونکو پنځو کلونو لپآره  د ملي یوالي حکومت  موخې وړاندې کولې  نوموړې برنامې په لومړیتوب (NPP1)  کې قرار درلود.

د برنامې  مطابق نوموړی ریاست د طبیعي سرچینو په برخه کې  د ځانګړو موخو تر سرکولو په پار د طبیعي ځنګلونو د ساتنې او رغونې، د دقیقې پلان جوړنې لپاره   مطالعه او د شته بوټو  معلومولو،  د سیمې په کچه د ځنګلونو او پروسس شویو محصولاتو( پسته او جلغوزی) د  ارزښت  پیاوړی کولو. د کابل په  ښآر او نور ښآرونو کې  کې د مصنوعي ځنګلونو  ودې ته  د پراختیا ورکولو.  له څړ ځایونو څخه د ساتنې او د نویو څړ ځایونو رغونې،  د روانو ریګونو څخه مخنیوي کولو،  د طبي نسټیزو بوټو  تنظیمولو، پروسس او ګټې اخیستنې ته سپارلو په ځانګړې توګه د ټولنې په واسطه د  هنګ او شرین  بویې او د طبیعی ارزښت لرونکو ایکوسیستمونو ته وده ورکولو په برخه کې مکلف دی.

دغه ریاست   له ۱۳۹۵ کال څخه را پدیخوا د کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت د لید لوري مطابق، چې باید پلې کیدونکې پروژې خپل فعالیتتونه د برنامې تر چتر لاندې راولي نو په دې اساس نوموړی ریاست هم  د (طبیعي سرچینو د تنظیم ملي برنامه ) باندې بدل شو او سربیره پر دې له ۱۳۹۵ مالي  کال  له پیل څخه تر دې دمه   د کابل ښار زرغون کمربند پروژه هم  کړنې تر سره کوي.  

د طبیعي سرچینو لوی ریاست  په مرکزي کچه سره  درې سکټوري (ځنګلونو، څړځایونو او ساتل شویو سیمو) ریاستونه لري  او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د طبیعي سرچینو آمریتونه او یا هم د ځنګلونو او څړ ځایونو  عمومي مدیریتونو کې فنی کارکوونکي لري.

د طبیعي سرچینونو (ځنګلونو، څړځایونو او ساتل شویو سیمو) د ساتنې، رغونې، اصلاح او بنسټزې ګټې اخیستنې په برخه کې ددې ریاست له لویو  مسؤلیتونو څخه د ایکولوژیکي توازون ساتل، د روانو ریګونو سیمو  معلومول، د دښتو له پراخوالي څخه مخنیوي کول، د ایکولوژیکي او ساتل شیو سیمو ( حیات وحش)  تنظیمول، د لفظی شخړو هواری، د سیمه ایزو ټولونو ترتیبول او  د طبیعي سرچینو د ارزښت په اړه،  د پوهاوي له لارې   د هغوی اقتصاد ته وده ورکول دي.  

د میکانیزه کولوپه پار کار کوي، تر څو له هغې څخه د کټې اخیستنې په ترڅ کې وکولای شي  په سیمه ایزه، منظقوي او بین المللي کچه د طبیعي سرچینو د بنسټیزې  منظموالي په برخه کې د سیمه ایزو ټولنو  د ښووالي لپاره  د ځنګلونو د منظموالي، رغونې، ساتنې ، څړ ځایونو (حیات وحش)، د ساتل شویو سیمو او ملي پارکونو  د ساتنې په برخه کې یې ملاتړ وکړي. 

د طبیعي سرچینو لوی ریاست  هڅه کوي، چې افغانستان د حکومت او د طبیعی سرچینو د شریکانو په ملاتړ د طبیعي ځنګلونو د ساتنې او رغونې، د دقیقې پلان جوړنې لپاره   مطالعه او د شته بوټو  معلومولو،  د سیمې په کچه د ځنګلونو او پروسس شویو محصولاتو( پسته او جلغوزی) د  ارزښت  پیاوړی کولو. د کابل په  ښآر او نور ښآرونو کې  کې د مصنوعي ځنګلونو  ودې ته پراختیا ورکولو، له څړ ځایونو څخه ساتنه او د نویو څړ ځایونو رغونه،  د روانو ریګونو څخه مخنیوی کولو،  د طبي بنسټیزو بوټو  تنظیمولو، پروسس او ګټې اخیستنې ته سپارلو په ځانګړې توګه د ټولنې په واسطه د  هنګ او شرین  بویې او د طبیعی ارزښت لرونکي ایکوسیستمونو ته وده ورکولو په برخه کې   کړنې ترسره کړي.

لید لوری:

  • ایکو سیستمونه سالم او انعطاف منونکی دي او د مدیرت کولو  له لارې کولی شي، چې د  اوسیدونکو لپاره  یو سالم چاپیریال رامنځ ته کړي  او په مساوي ډول سره  د دو ی د ټولنیز اقتصاد د ودې او د  انسانانانو د ژوند د  ښووالي په پار یوه  بنسټيزه پرمختیا رامنځته کړي

 

ماموریت:

د خلکو له طبیعي سرچینو سره تړلې، ټولنیزه  او اقتصادي بنسټیزه   وده  رامنځ ته کول، د زرغون چاپیریال رامنځته کول، د خاورې او اوبو ساتنه او همدا راز  د بیولوژیکي تنوع ساتنه کول دي.

ټولیزه موخه:

د اجنډا، د موسم د ودې او ساتنې  د معیارونو  مطابق د کار  را منځته کول، د خوراکي خوندیبوب او بسنټیزې اقتصادي ودې په پار د علمي مداخلو، د کارونو د پالیسیو  د مشارکت او هر اړخیزو مرستو له لارې  او د سیمه ایزو ټولنو د ګډون پر اساس د طبیعي سرچینونو تنظمیول دي.

 

د طبیعي سرچینو د تنظیم ملي ستراتیژی مهمې موخې:

  • د سیمه ایزو ټولنو د یوځوالي په ترڅ کې په بنسټیز ډول د څنګلونو تنظمیول، چې په هغې کې د ځنګلونو( ساتنه، رغونه، جوړونه، د ځنګلونو ګټې ته سپارنه،  د سیمه ایزو محصولاتو  په ارزښت کې  د زیاتوالی رامنخ ته کونه، د انعطاف منولو په پار د آبریزو تنظیمول،  د موسمي بدلونونو سره ځان جوړونه او د کلیوالي او نیمه ښاري ټولنو د بنسټیز اقتصاد) رامنځ ته کول شامل دي.

  • ۲-  د ټولنو د ګډې پیاوړتیا له لارې د سیمه ایزو ټولنو د یوځایوالي پر اساس  په بسټيز ډول د څړځایونو او طبي بوټو تنظیمول،  د اغیزه منو برنامو پلي کول، د سیمه ایزو ټولنو او مالدارانو د ژوند د ښوالي په پار سیمه ایزې پوهې ته وده ورکول، د بیلا بیلو لارو او بریالیو تجربو  پيژندنه،  په دښتو کې د ګرځیدونکو کنترولول او دموسم د بدلون په ترڅ کې د رامنځ ته کیدونکو منفی اغیزو پروړاندې مبارزه کول دي.

  • د بیولوژیکي تنوع د ساتنې او داکوتوریزم د ودې او همدا  راز د موسم د بدلون پر وړاندې  د انعطاف قبلونې د زیاتوالي په پار ګډ مدیریت کول او د ساتل شیو سیمو څخه ساتنه کول.

  • د طبیعي سرچینو د ملي ستراتیژی د غوښتل شویو پایلو  د لاسته راوړنې او د یوه کاری چاپیریال رامنځته کولو په پار د د اداري د کارکوونکو د کاری وړتیاوو لوړول.

د طبیعي سرچینو د تنظیم ملي ستراتیژی لويې برخې:

  • د ۵۵۰۰۰ هکتاره طبیعي سځنګلونو رغونه او له هغې څخه  ساتنه کول

  • د ۷۳ زره هکتاره خنګل رغونه او شنو ځایونو ته پراختیا ورکول.

  • د ۴۹۳۸۷۰ هکتاره څړ ځایونو  په حالت کې ښووالی رامنځ ته کول.

  • د ۲۵۰۰ هکتاره طبی بوتو رغونه

  • د ۲۰ زره هکتاره په مساحت سره د دښتو له پراخوالي څخه مخنیوی کول.

  • شاوخوا د ۷ نویو ساتل شویو سیمو پیژندنه او اضافه کول یې ( د ۱.۸۵۸ سلنې نه ۲.۰۷۶ سلنې ته)

  •  د ځنګلونو، څړځایونو او طبی بوټو د یوځایي منظموالي په پار له ۱۰۰۰ څځه د زیاتو ټولنو پرانیستل.

  • د فضاء له لارې ۱۰۰ سلنه او د ځمکې له لارې ۲۵ سلنه د شته طبیعي سرچینو سروې کول.

  • د ټولنو د ژوند د ښووالي په پار  شاوخوا  ۱۱۰۰  وړو بیلا بیلو  سوداګریو ته پراختیا ورکول.

نوموړی ریاست د تیر کال په ترڅ کې د مدیریتي او زیربنایي  تر سره شویو کړنو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې او د ملي او نړیوالو ادارو په مرسته په دې توانیدلی دی، چې په زرګونه هکتاره د ځنګلونو او څړ ځاینو سیمه جوړه او ساتنه یې وکړي. د ساتل شویو سیمو (حیات وحش) ملاتړ یی کړی دی او د لمنځه تلونکو بیلا بیلو ډولونو څځه یې ساتنه کړې  ده.  د بامیانو ولایت د امیر بند او د بدخشان ولایت د   واخان سیمه یې په رسمي ډول د هېواد د ملي پارکونو په توګه اعلان کړي دي. سربیره پر دې یې په هیواد کې   سړیو او ښخو ته دکار زمینه برابره کړې ده. د ۱۳۸۵ کال څخه راپدیخوا  یې په هېواد کې  د طبیعي سرچیو د تنظیم بیلا بیلې پروژې پلې کړي دي  او په دې برخه کې په پوره  ډول وړتیا او کاري ظرفیت لري او له هغې ډلې څخه کولای شوو لاندې لاسته راوړنو څخه یادونه وکړو.

لویې لاسته راوړنې :

  1.  د ټولنې دوګړو  په ګډون د طبیعي سرچینو  د تظنیم بنسټیزه ملي برنامه

الف: د ځنګلونو د رغونې ،ساتنې  او د آبریزو  د تظنیم برخه

  • د جلغوزیو، پستې، او غرني بادامو او چهارمغزو د ۱۰۰۶۱ هکتاره ځنګلونو رغونونه او له هغې څخه  ساتنه کول،  په خپله خوښه سره د سیمه ایزو ټولنو د وګرو په ګډه همکاری  له ۹۰ زره هکتاره څخه د زیاتو طبیعي ځنګلونو  رغونه او ساتنه کول،  د ۱۳۸۵ کال نه تر ۱۳۹۶ کال پورې په کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، غور، هرات، خوست، پکتیا، لوګر او کابل ولایتونو کې طبیعي سیمې رغول شوې دي او دا ګړنه د چاپیریال د ښوالي او د خلکو د ژوند کړلو سیمو د  ښوالی سبب ګرځیدلی دي.

  • د سیمه ایزو ټولنو د اقتصادي کچې د لوړاوي او د سوځیدونکو لرګیو په پار د ۱۴۵.۸ هکتاره زر رسیدونکو ځنګلونو رغول.

  • په پورته یادو شویو ولایتونو کې د د ځنګلونو  رغونې او ساتنې په برخه کې د ۱۴۸ عایداتي وړو پروژو پلي کول.

  • د ځنګلونوپه سیمو کې د ځنګلونو د ۴۲۰ ټولنو لخوا د جلغوزیو او پستو د ۷۴۶۰۰۰ اصله نیالګیو تولید او ایښودل.

  • د ځنګلونو د ساتنې ترسدي برجونه: په بیلا بیلو ولایتونو کې په غیرې قانوني ډول  د ځنګلونو  له منځه وړلو او ګټې اخیستنې د مخنیوي په پار د خنګلونو ۵۴ د ساتنې ټولنې جوړې شوې دي او په ۲ ولایتونو کې د ځنګلونو د سوځیدنې  د اطفایو مرکزونو جوړ او په وسایل سمبال شوی دي.

  • د آب ریزو تنظمیول، په زیان لیدونکو سیمو کې د آب ریزې د تنظممولو په پار  د ۶۳۷۰ متر مکعبه چکدم رغول،  د خاورې او اوبو څخه ساتنه،  د نیالګیو ایښودلو له لارې د سیلابونو څځه مخنیوی او په چاپیریال کې ښووالی رامنځ ته کول، په تخار، بغلان، بدخشان، سمنګان، کنړونو، کاپیسا، پنجشیر، بامیان، پروان اوکابل ولایتونو  سربیره د مرکز  د  فارمونو  په آبریزو کې ۴۶۰ زره اصله نیالګیو څخه  ساتنه شوې ده.

ب: د فارمونو د رغونې، د نیالګیو د زیاتوالی  او  روزنې برخه  او د ګروندګرو په ګډون د چنارونو د ځنګلونو رغول.

الف:  د نیالګیو د تولیدونکو او تکثیري فارمونو  رغونه:

  • د هیواد په ۳۲ ولایتونو  او مرکزونو کې له ۱۸ میلیونه څخه زیاتو نیالګیو تولیدول او د چاپیریال د ښوالي، د نیالګیو د زیاتوالي،  د سیمې د سمسورتیا او د ښو اوبو او هوا  رامنځ ته کولو په پار په دولتي او غیرې دولتي ادارو، مسجدونو، ښوونځیو او سیمه ایزو شوراګانو باندې د ایښودلو په  موخه  ویشل شوي دي.

  • د ۱۳۹۳ نوي کال د لمانځلو په لړ کې  د پغمان تپې په سیمه کې ۱۲۰۰۰ اصله نیالګيو ایښودل.

  •  د ۲۴۶ هکتار ځمکه کې د  چنارو ځنګلونو  رغونه او په پروان، کاپیسا، بغلان، تخار، سمنګانو، بامیانو، داکنډي، میدان وردګو، غزنی او لوګرو ولایتونو کې د  ۱.۶ میلیونه د چنار نیالګیو ویش او همدا راز ددې ولایتونو کروندګرو ته د کروندګری وسایلو ( بیلچه،کلنګ، لاس ګاډی، رمبه، ډاس، اوبه شیندونکی، سطل ، اره، قیچی او د اندازې نیولو تار) ۱۲۱۰ بنډولونه ورکړل شوی دي.

  •  د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د چاپیریال ساتنې او سمسورتیا د زیاتوالی  په برخه کې د بې میوې  او زینتي نیالګیو د تولید په پار، په ۴۹۵ هکتاره ځمکه کې قوریه جوړه شوې ده.

  • د هیواد  د  سرحدي ولایتونو ننګرهار، کنر او خوست په ولسوالیو کې د ۳۰ جریبه ځمکې په مساحت سره د نیالګیو د تولیدولو ۴ قوریې رغول شوی دی ، چې هره یوه یې  په ۱۰ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده .

  • د هېواد په ۸ ولایتونو کې د چنار د اقتصادي ارزښت او چنار ایښودلو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د ۱۶ روزنیزو ورکشاپونو جوړول.

  • د بی بی مهرو، جنګل مرکز، د پغمان قوریې، تنګی غارو، قرغې، کارته  مامورین فارمونو  کې او همدا راز د فاریاب، ننګرهار او جوزجان  ولایتي فارمونو کې ۸ ودانی رغول شوې دي او له دې سره  سره د  ننګرهار او جوزجان  په ولایتي فارمونو کې  د اوبو  د یوه  حوض او داوبو دکانال رغونه او بیا رغونه  او د دوانیو رغول شامل دي. 

  • د دیوال او فنس په واسطه د  سمنګانو، جوزجان، پکتیا، پروان، کاپیسا او مرکزی فارمونو(قوریه پغمان، جنګل مرکز، د مرنجان په تپه کې چمن او د باغ بالا فارم) د احاطې رغول.

  •  د بی بی مهرو او ده مرادخان په دوهم فارم کې د اوبو لګونې سیستم رامنځ ته کول.

  • د کابل، سمنګانو او پکتیا په مرکزی فارمونو کې د ۱۷ بابه شنونو خونو رغول(۱۰ بابه  شنې خونې د بي بي مهرو په فارم کې ، ۴ بابه په جنګل مرکز کې،  ۲ بابه په سمنګانو کې  او یو باب په پکتیا ولایت کې)

  •  د قرغې او ګذرګاه فارم په ګډون په خوست، جوزجان، زابل، سمنګانو او کندهار ولایتونو  کې د ۷ ژورو څاه ګانو ایستل.

  • د ځنګلونو په برخه کې د یوه روزنیز مرکز په توګه د پغمان قوریه  په اړینو وسایلو سمبالول او د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د نیالګیو تولیدونکي ۲۳ قوریو ته د اړیتا وړ وسایل ورکول.

  • ج: د څړځایونو هر اړخیزه تنظیم:

  •  د څړ ځایونو جوړول او بیا رغونه:  د هېواد په بدخشان، سمنګانو، بغلان، بلخ، جوزجان، هرات، غور، بامیان او غزنی ولایتونو کې  ۷۳۰ هکتاره څړځایونه د څړ خایونو د تناوبی سیستم، تخم شیندلو ، ساتنې او فنس نیولو په واسطه  تر کنترول لاندې راغلې ده.

  • د هیواد په غور او غزني ولایتونو کې د وښو د دوه تولیدی اوتکثیري مرکزونو رغول.

  • د طبی بوټو د  سیمو رغول:  د هیواد په بدخشان، کندز، بغلان، سمنګانو، بلخ، جوزجان، هرات، غور  او فراه ولایتونو کې ۱۶۸ هکتاره  د طبي هنګ بوټو تخریب شوي سیمه د طبی بوټو د نسل د انقراض د مخنیوی په پار د للمي کښتونو  له لارې  رغول شوې ده.

  • د دښتو د پراخوالی څخه مخنیوی: د ۳۵ هکتاره ځمکې په مساحت سره د  ریښه لرونکو نیالګیو د تولیدولو،  د روانو ریګونو او وچوالی په مقابل کې له ۱.۲ میلیونه څخه د  زیاتو مقامت لرونکو  نیالګیو تولیدولو  په پار  د تولیدونکو او تکثیري مرکزونو له لارې   د شاوخوا ۷۷۵ هکتاره  روانو ریګونو معلومول.

د طبیي ارزښت لرونکي ایکو سیستمونو ته پراختیا ورکول( د ساتل شویو سیمو تنظمیول)

  په هیواد کې د بیلا بیلو ساتل شویو سمیو (د بامیانو د امیر بند د  ملي پارک، د واخان ملي پارک، د بامیانو د شاه فولاد درې، د تخار  د قد ساتل شوې سیمې، د کول حشمت خان ساتل شوې سیمې،  د غزنی د ناور دښتې ساتل شوې سیمې ، د هرات د پل مالان ساتل شوې سیمې ) د مدیریت  او توریستیکي ساتنې په پار د لازمو آسانتیاوو برابرول.

  • په قله پنجه کې د واخان ولسوالي ملي پارک د دفتر او رنجر ستیشن جوړ شوی دی.

  •  د کول حشمت خان سیمې  د دفتر د ودانئ  او احاطوي دیوال  رغول.

  • د بامیانو د شاه فولادی په دره کې د اوبو د ساتل شویو سمیو ۶ زیرمې رغول شوې دي.

  • د بامیانو د بند  امیر ملي پارک، د واخان ملي پارک او د بامیانو د شاه فولادي درې په سیمو کې  د ۸ کیلومتره پلې لارې  تنظیمول  او رغول.

  • د بامیانو د بند امیر دملي پارک په شاوخوا کې د بې ځایه توکو د راټولولود  ۵ ځآیونو کیندل او د هرات د پل مالان په سیمه کې د ۱۷۰۰ متره حفاظتی  جر  ایستل.

  •  د بند امیر د ملي پارک د هیبت بند د سیمې تنظیمول او د فوقبه جای سمیې نه مناسب ځای ته د بازار او پارکنګ لیږد.

  •  د بامیانو د شاه فولادي درې په ساتل شوې سیمه کې د چاپیریال ساتنې د دفتر او معلوماتي دفتر رغول.

  • د بامیانو د امیر بند په ملي پارک او د کابل په کول حشمت خان  کې ۲۰ سېره جوړنکي (سایه بان) ځایونه برابر شوي دي.

  • د حضرت علي  مسجد او اړوندې  سیمې  رغول اوهمدا راز د بامیانو د امیر بند په ملی پارک کې ۱۶۵۰ متره فنس نیول شوی دی.

  • د کول حشمت خان  ساتل شویې سمیې د داخلیدو لارې جوړول، د ویالو یې  پاکول، د اوبو د تنظیم او تامین په پار  د اوبو د  شپږو کنترولی دروازو جوړول تر سره شوي دي. 

  • د بامیانو د امیر بند او دهرات  په پل مالان کې د ۷۱زره اصله بومی نیالیګو ايښودونه او ساتنه یې کول.

  • د امیر بند په ملي پارک، د واخان په ملي پارک، د شاه فولادي په دره کې، د تخار په قد او د هرات په پل مالان سیمو کې د ګرځندیانو لپاره د لارښوونې لوحو جوړونه او ځای پرځای کول.

  • په مدیریتي او ساتنې برخه کې د کارکوونکو ګمارنه ،  د الوتونکو مرغانو  سروې کول  او په ۴ ساتل شویو سیمو  او ملي پارکونو کې  د خلکو د ۴ کمیټو رغول.

  • د بامیانو د امیر بند او د بدخشان د واخان سیمې  د ملي پارک په توګه او همدا راز  د بامیانو د شاه فولادي او د کابل د کول حشمت خان  سیمې  د ساتل شویو سیمو په توګه  اعلانول.

ه:  د عامه خبراوي، وړتیا لوړنې، قوانینو او پالیسې برخه:

  • عامه خبراوی:  د طبیعي سرچینو ریاست ارزښت، موخې، کړنې او لاسته راوړنې د خپریدو په پار  له  زرو څخه د زیاتو پوسټرونو ، درې زره بروشورونو او د کتابچې په بڼه د اووه زره جلده جنتریو د   چاپیدو او همدا رز د مرکو او له لسو څخه د زیاتو ویډیي جوړشویو  کلیپونو له لارې خپرې  شوی دي.

  • د بادام باغ په کرنیزو نندارتونو کې د ۵۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو په ګډون د نیالګیو ایښودلو دکمپاین جوړول.

  • له طبعیي سرچینو  څخه  د ساتنې او ګټې اخیستنې په برخه کې د ټولنو د وګړو  د برخې اخیستنې  په پار  په هغه سیمو کې، چې  طبیعي سرچینو سیمو (ځنګلونه، څړ ځآیونه ) ته نږدې  شتون لري، باید د یوې واحدې کتلې  په توګه  د طبیعي سرچینو د تنظیم کوونکو او ګټه اخیستونکو ټولنیزې کمیټې رامنځ ته شي. نو په دې اساس د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې له پخوا څخه له  ۴۵۰  څخه زیاتې د طبیعي سرچینو ټولنې  پیژندل شوې دي، چې له ۴ زره څخه زیات ددې ټولنې غړي د طبیعي سرجینو (ځنګلونو، څړځایونو او ساتل شویو سیمو)  د تنظیمولو ، په ځانګړي ډول  د ځنګلونو  او څړ ځایونو د رغونې، ساتنې او د پستې او جلغوزیو  میوې په فني ډول را ټولو، زیرمه کولو، بسته بندی،  دطبی بوټو څخه د ګټې اخیستنې، د څړځایونو  او ساتل شویو سیمو په برخو کې رزونه ورکړې ده.  همدا راز یې په مرکز او ولایتونو کې د طبیعی سرچینو د تنظیم په برخه کې له ۱۰۰ څخه زیات فنی، تخنیکی او مدیریتي ورکشاپونه جوړ کړي دي

  • د تیرو کلونو په لړ کې  له هیواده بهر د لنډ مهاله او اوږد مهاله  تحصیلي بورسونو  په ترڅ کې   د مرکز او ولایتونو په کچه له ۱۰۰ څخه  د زیاتو کارکوونکو  تخینکي او مسلکي وړتیاوې لوړول.

  • د طبیعي سرچیو د کاری شریکانو به ګډون د همغږی  په برخه کې د ۵ غوڼدو جوړول.

  • د طبعیي سرچینو د مدیریتي کړنو  د بنسټیزوالي او د سیمه ایزو ټولنو او کاري شریکانو داخلیدو په پار د ځنګلونو د قوانینو پر اساس  د ځنګلونو او څړ ځآیونو پالیسی، د ټولنې په ګډون د طبیعي سرچینو د تنظمیم ملی ستراتیزی بنسټیزوالی منل شوی دی.

  • د قانون  ۳ مسوده،  چې په هغې کې د ساتل شویو سیمو( حیات وحش)او د ښکاري کړنو د تنظیم، د څړ ځایونو  قاونون او طبی بوټو قانون  په کې سامل دي د  ترسره کیدو په حال کې دی ، د ساتل شویو سیمو د منظموالی د قانون مسوده د برابروالي په حال کې ده، د ځنګل درلودلو ګډه مسوده جوړه او دمګړی په عدلیې وزارت او پارلمان کې کار پرې روان دی. 

  • د بیلا بیلو  ( نیالګیو د ویش کړنلاره، د ځنګلونو لرلو ټولنو رامنځ ته کولو کړنلاره،  د ساتل شویو سیمو موقته کړنلاره، د طبی او وحشی بوټو د ګټې اخیستنې موقته کړنلاره) کړنلارو لوایح  تدوین او وضع شوي دي.

و: د پلان جوړونې، د پروژو طرحه کولو او لارښوونو برخه:

  •  د امیر بند د  ملی پارک، د کول حشمت خان سمیې، د  بامیانو ولایت د امیر بند د پارک د  لوی پامیر  او واړه پامیر  په اړه  د دریو مدیریتی پلانونو او یوه تسیهلاتي زون ترتیبول.

  • د کابل د زرغون کمربند پروژې او د طبیعي سرچینو د ملي برنامې د پروپوزل نهايي کول او منظورول یې او وروسته یې اړوندو ادراو ته لیږل.

  • د څړ ځآیونو د تنظیم په پار د کوچیانو د طرحې جوړول او وروستی  کول.

  • د هیواد په کچه د طبیعي سرچینو په  تشکیلاتي جوړښت کې د اصلاحاتو په پار د طرحې برابرول.

  • د بیالوژیکي تنوع کانسپټ نوټ برابرول.

  • د ځنګلونو، څړځایونو او ساتل شویو سمیو  کاري  پروسې جوړیدل او همدا راز د ځنګلونو د رغونې، د څړځاینو د منظموالي په برخو کې د تخنیکي  لارښوونو برابرول او د طبی بوټو څخه ګټه اخیستنه او همدا راز  د نیالګیو تولیدولو  او د زرغون کمربند پلان تر کار لاندې دي.

  • د دښتو د پراخوالي څخه د مخنیوي په پار د ابتدايي سروې برابرول.

  • دطبیعي سرچینو په برخه کې د ۱۳۹۷ کال لپاره  د اداری فساد پروړاندې د مبارزې کړلو عملیاتي پلان ترتیبول.

  • د شرین بویې او هنګ د ارزښت لوړوالي په پار د کانسپټ نوټ برابرول.

  •  د جلغوزیو او پستې محصولاتو د ارزښت د زیاتوالي په پار  د کانسپټ نوټ برابرول.

  • د طبیعي سرچینو  د پروژو د پلی کولو  او سپارلو په اړه د لارښود برابرول.

  • د کنړ ولایت د ځنګلونو تنظمیولو د پلان طرحه کول.

  • د پکتیا د ځنګلونو جوړولو او د قوریو د طرحې برابرول.

  • د طبیعي سرچینو د عملیاتي لارښود برابرول.

  • د نړیوال تمویلونکي صندوق له لارې د بیلا بیلو طرحو ترتیبول لکه  د نړیوال آسیایي بانګ  او اروپايي ټولنې لخوا  د آمو پنځه پروژې ، د RAMAپروژه، د نړیوال بانګ لخوا  د GEFS،GEFb،GCF، پروژې اوداسې نورې کړنې

  • د ښار د زرغون کمربند پروژه :

 د پروژې پیژندنه:

د غه پروژه د جلالتماپ ولسمشر په لارښوونه او  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اقتصادي عالي شورا  لخوا  د ۱۳۹۴ کال د مرغومی میاشتې د  ۱۰مې نیټې د پریکړې له امله رامنځ ته شوې ده ، چې ددې پروژې په ترڅ کې به د ۱۱ کلونو په لړ کې  د کابل دهوا او ښه چاپیریال رامنځ ته کیدو په پار به بیلا بیل بې میوې نیالګی، د بوټو تخمونه او واښه  په ۱۰۰۰۰ هکتاره ځمکه کې وکرل شي.

اساسي موخې:

  • د ځنګلونو او بوټو د ایښودلو له لارې د کابل د غرونو په لمنو کې د ۱۰۰۰۰۰ هکتاره ځمکې په مساحت سره د زرغونې فضاء رامنخته کول او همدا راز  د پروژې د کړنو په سیمه کې  د بومي وښو د نسل د زیاتوالی او پیاوړیتا په برخه کې د خاروې د خرابوالي او ښویدنې د مخنیوي په پار د تراسونو، ترینجونو، وړو حوضونو او چکدمونو رامنځته کول.  

  • د زرغونې فضا د زیاتوالی، د ککړې هوا د کموالي او ښې  چاپیریال ساتنې ، د  سیمې د خلکو لپآره  دکار او تفریحي ځایونو رامنځ ته کولو،  زرغونتیا  او زرغونې فضاء زیاتوالی ته  د سیمې دخلکو پاملرنه  را اړول.  په خلکو کې  له  شنو سیمو څخه د ساتنې د  فرهنګ پیاوړی کول او همدا راز د سیمه ایزو ټولنو د یووالي په ترڅ کې شنو سیمو ته پراختیا ورکول.

  • د تخنیکي کړنو په اساس د ۶ مرکزي  قوریې فارمونو د تولیداتو وړیتا لوړول.

 

د کابل زرغون کمربند رامنځته کول:

  •  د کابل د زرغون کمربند  اړوند سیمه کې  د زرغونې فضاء رامنځته کولو په پار په ۱۱۲۳ هکتاره سیمه کې نیالګی ایښودل شوی  او آبریزې تنظمیم شوی دي   او همدا راز په ۵۹۶ هکتاره سیمه کې  د شاوخوا ۳۰۱۷۹۱ اصله نیالګیو  اوبو  کیدو ،  په مستقیم ډو ل سره به ۴۵۸ هکتاره ځمکه کې د ځنګلونو د ونو زړی کرل شوی  او  په ۶۹ هکتاره سیمه کې د وښو زړي  کښت شو يدي.

  •  د اوبو لګونې آته شبکې  دشیر دروازې غره، بینی حصار، د قصبې غرونو په لمنو کې، د قرغې په تپو کې، په  آسمايي غره کې ، بادام باغ کې ، د بادام باغ د اوبو لګونې شبکه،  د ده مراد خان په فارم کې د احاطې دیوال په ګډون د اوبو لګونې د یوې شبکې رغونه ، د ګذرګاه فارم  د ویالو کانانلو  رغولو په پار جوړې شوې دي.

  •  د زرغون کمربند سیمې د پراخوالی په پار  د کابل ښآر د زرغون کمربند په سیمو کې  جذبیدونکي ۳۰ حوضونه   ایستل شوي دي.

  •  د زرغون کمربند سیمې د پراخوالی   لپاره  د قرغې او قصبې په سیمو کې  په موقت ډول دیوه هکتار ځمکې په مساحت سره د نیالګیو د تولیدولو قوریه جوړه شوې ده.

  • د سیلابونو د زیانونو او خاورې  خراوبوالي څخه د مخنیوي  په پار د نیالګیو ایښودل،  د اوبو منظموالی او په ځمکه کې یې د نفوذ په پار  د ۱۰۱۰۳۹۹ متره تراس جوړول. د لیږد او انتقال د اسانتیا په پار  د ۱۸۲۹۳ متره مربع ځنګلي سرک رغول او همدا راز دبیلابیلو ځنګلی ونو او بوتو د زړي ایښودلو په برخه کې  کړنې  ترسره شوې دي.

  • د کابل د زرغون کمربند په سیمه کې  د ځنګلونو د ۴ ښآري ټولنو د جوړیدو له لارې  د پروژې د کاري شریکانو او  ټولنې  د همغږی پیاوړي کول.

په پام کې ده، چې د زرغون کمربند پروژه د کابل ښار شاوخوا او په  ځینو ولایتونو  کې لکه  هرات، قندهار او  داسې نور ولایتونو کې رامنځه ته شی او  دغه  پروژه پراختیا و مومي.

د طبیعي سرچینو ریاست د ۱۳۹۷ام کال پراخیتايي پلان

  1. د ټولنې په ګډون د طبیعي سرچینو د منظموالي ملي برنامه:

الف:  د ځنګلونو رغونه او د آبریزو تنظمیول

  • د ۶۴ عایداتي پروژو په مرسته په ۳۲۰ هکتاره سیمه کې د طبیعي ځنګلونو رغونه او له هغې څځه  ساتنه

  • د ټولنې منظمول، وړتیا جوړونه  او د سیمه ایزو ټولنو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځ ته کول.

  • د چهار مغزو د ۳۰۰ زره نیالګیو د تولید په پار د کورنیو قوریو  جوړول او په جنوب ختیځ زون کې د جلغوزیو د ۵۰ زره نیالګیو څخه ساتنه کول.

  • په زیان لیدونکو سیمو کې د ۱۳۰۰ متره مکعبه چکدمونو د جوړیدو له لارې د  ابریزو تنظیمول.

ب: په هر اړخیزه ډول د څړ ځایونو او طبی بوټو تنظمیول:

  1. په بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګانو، بغلان، تخار، بدخشان، میدان وردګو، دایکنډي، بامیانو، غور، هرات او پنجشیر ولایتونو کې په ټولیز ډول سره د ۱۱۴۰ هکتاره څړ ځایونو تنظمیول.

  2. په هرات، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو  کې د ۲۱۶ هکتاره سیمې په مساحت سره د روانو ریګونو پیژندل.

  3. په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګانو، بلخ، جوزجان، بامیانو، هرات، غور او فاریاب ولایتون کې د ۱۱۰ هکتاره طبیي بوټو رغونه او له هغې څخه ساتنه کول.

  4. د ټولنې منظمول او د یادو ۱۵ ولایتونو سیمه ایزو ټولنو لپاره  د وړتیا جوړنې په برخه کې د لازمو آسانتیاو برابرول.

  5.  د وښو او قلمو د ۱۶ هکتاره  تولیدونکو مرګزونو جوړول او له  هغې څخه ساتنه کول.

ج: د تکثیرونکو فارمونه رغونه، روزنه او  د زرغونې فضاء  سیمو ته پراخوالی ورکول

  1. د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۲۱۹۰۰۰۰ اصله نیالیګو د تولید په پار،  په ۲۱۹ جریبه ځمکه کې قوریه جوړول.

  2. په ننګرهار ولایت کې د بانګس ځنګل د رواجولو په پاره په ۵ جریبه ځمکه کې د بانګس د ځنګل رغول.

  3.  د میدان وردګو ولایت په قوریه کې د احاطې دیوال  په ګډون د ودانی روغول، په پکتیا، خوست، غزنی او میدان وردګو ولایتونو په ۴ فارمونو کې د ۴ ژورو څاګانو ایستل، په فاریاب او پنجشیر ولایتونو په دوه فارمونو کې د اوبو لګونې شبکو د سیستم رامنځ ته کول، همدا راز په پکتیکا ولایت کې د نیالګیو د تولید او زرغونې فضا رامنځته کولو په پار د یوې شنې خونې جوړول.

د: د ساتل شیو سیمو او حیات وحش  تنظیمول:

د ۱۰۰۰ پلیو لارو جوړولو له لارې د توریزم د هڅونې  او  د  طبیعي ساتل شویو  سرچینو څخه د ساتنې په پار د آسانتیاو رامنځته کول او پراختیا ورکول، د امیر بند د ملي پارک د اوبو د یوه کمپلکس برابرول.   د توریزم صنعت د ودي له لاري د سیمه ایزو خلکو د اقتصادي حالت ښه کول،  د ساتل شویو سیمو د ساتنې په پار د کاري زمینې رامنځ ته کول،  د بامیانو د امیر بند په ملی پارک، د بدخشان د واخان په ملي پارک او د کول حشمت خان په ساتل شویو سیمو کې  د ارزښت لرونکي  ایکو سیستم د جوړیدو له له لارې   د طبیعي پیښو د کچې را ټیټول دي

 2د کابل د زرغون کمربند پروژه:

  1. په مستقیم ډول د نیالګیو ایښودلو او د  وښو د زړو«تخمونو» د کښت له لارې  په تنګی غار، د میر غلام په شهرک او داسې نورو ځایونو کې د کابل د زرغون کمربند نوې سیمې ته  د ۴۶۵ هکتاره ځمکې  په مساحت سره پراخوالی ورکول.

  2.  د کابل ښار په قرغه، قصبه، شیردروازه، بینی حصار  او د آبریزو په فارمونو کې  د زرغون کمربند د  ۱۱۲۲ هکتار جوړه شوې سیمې اوبه کول (آبیاري)  او له هغې څخه ساتنه کول

  3. د کابل ښار د زرغون کمربند  سیمې په ګډون دهېواد  د لویو ښارونو لکه هرات، قندهار او مزار شریف  سیمو سروې کول او د تنظمیولو د پلان یې جوړول.

  4. په سیستماتیک ډول  د کړنو د  منظموالي، پلی کیدو   او  له هغې څخه د څارنې په پار  د ادارې  د تخینیکي او عملیاتي  وړتیاوو پیاوړي کول.

په درنښت