د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزیر ښاغلي انجنیرنصیر احمد دراني لنډ ژوند لیک

   نصيراحمد دراني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير دي. ښاغلي دراني، خپل د ليسانس دوره د کابل پوهنتون د انجنيري پوهنځي دميخانيک  انجنيري ديپارټمنټ کې بشپړ او خپلې لوړې زده کړې د فوق ليسانس تر پوړه د امريکا د متحده ايالاتو د نبراسکا په پوهنتون کې د پرمختيا او  بيارغونې په برخه کې پاي ته رسولي او په عالي درجه يې سند تر لاسه کړي دي.

 نصيراحمد دراني ۶۲ کاله عمر لري. ښاغلي دراني همداراز د خپلې زده کړې

اړوند په بېلابېلو برخو کې ۳۴ کلنه تجربه لري. دراني خپلې  لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ په  منځنۍ ښوونځۍ کې پاي ته رسولي دي.

ښاغلي دراني  په ملي ژبو سربېره، په انګليسي ژبه هم برلاسي دي.

د ښاغلي دراني کاري مخينه د دې ښکارندوي دي چې، په خپلو چارو کې د جديت او قاتعيت ترڅنګ، د خلکو خدمت، په ځانګړې ډول کليوالو او بزګرانو لپاره خدمت کول ورته لومړيتوب لري.

ښاغلي دراني بېلابېلو غونډو، سيمينارونو او ورکشاپونو کې د ګډون په موخه له هېواده بهر سفرونه کړې او ستاينليکونه يې هم تر لاسه کړي دي.

نصير احمد دراني له ۱۳۵۹ ام کال را په دې خوا په بېلابېلو نړيوالو ادارو او هېواد کې دننه دندې تر سره کړي دي. هغه  له ۱۳۸۹ يم کال څخه تر۱۳۹۳ يم کاله پورې د کانونو او پټروليم  وزارت د جامدو کانونو د چارو د تنظيم او همغږي مرستيال په توګه دنده مخ ته وړې ده. تر دې مخکې يې د دغه وزارت اقتصادي سلاکار په توګه کار کړي دي.

ښاغلي دراني له ۱۳۸۲ يم  کال څخه بيا تر ۱۳۸۴ يم کاله پورې د انګلستان د انرژۍ او مارکيټ کمپنۍ او د فرانسې د «سوپري ګاز» د کمپنۍ د افغانستان د انرژۍ سکټور د پروژې مدير په توګه دنده اجرا کړې ده او په ۱۳۷۴ يم کال کې په پېښور کې د اوسپنې د ويلې کولو د يوې فابريکې د مدير په صفت کار کړي دي.

ښاغلي دراني په ۱۳۷۲ يم کال کې د ټول ګټو وزارت د اداري رييس په توګه په دنده ګمارل شوي دي.

ښاغلي دراني په ۱۳۶۵ ام کال کې، په پېښور کې د «VITA» موسسې د تخنيکي سلاکار په توګه او همدارنګه په ۱۳۵۹ ام کال کې د کانونو او پټروليم وزارت د پانګې اچونې عمومي مدير په توګه دندې سر ته رسولي دي.

ښاغلي دارني د کانونو او پټروليم په وزارت کې د ماموريت پرمهال ډېرې لاسته راوړنې لري، چې له  ډلې څخه يې د کانونو د د کېندلو (استخراج)  قانوني کول يادولاي شو.

 هغه په ۱۳۸۹ يم کال کې د باميانو ولايت د ډبرو سکرو ۱۹۴ کانونو خپلسري او غيرقانوني کېندنو او د ډبروسکارو د قاچاق  مخنيوي کړي دي.همدارنګه د بلخ ولايت د مزارشريف د کود برق فابريکې د توليدي او مالي ستونزو او د افغان ګاز او د ډبرو سکرو تصدۍ شرکتونه چې، د پورونو له امله يې دروازې تړل کېدو سره مخ وې د ښاغلي دراني په هلوځلو د شته ستونزو په لمنځه وړو او د پورونو د حساب په تصفيه کولو سره هغه فابريکه له سره فعاله شوه.

ښاغلي دراني له ۱۳۹۳ يم کال څخه د ۱۳۹۶ يم کال تر وروستيو پورې د کليو دبيارغونې او پراختيا وزير ؤ. په دې موده کې هغه د ولسي تړون په طرح چې، " د انډوليزې پراختيا په پار د ملي وحدت وچت ګام" بلل کيږي کار وکړ. هغه په خپلو نه ستړېدونکو هلوځلو سره، ادارې سمونونه، د موازې اداراتو يوځاي کول، خلکوته ښه چوپړونه برابرول او د بېوزلي د کچې د ټېتولو په برخو کې د هېواد په ټولو کليو او بانډو کې ډېرې پراختيايي برنامې پلي کړي دي. د کليو دبيارغونې او پراختيا په وزارت کې د ښاغلي دراني د ګڼو برياليتوبونو په اساس هغه د کرنې سکټور د چارو د ښه تنظيم او پرمخ بېولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير په توګه وګمارل شو.

د (۱۳۸۲) کال څخه بیا تر (۱۳۸۴) کال پورې د افغانستان د انرژي سکټور د څېړنې پخاطر د انګلستان د انرژي او مارکیټ کمپنۍ او د فرانسې د سوپر ګاز د کمپنۍ  د مسوول په توګه دنده اجرا کړې ده.

(۱۳۷۴) کال کې پېښور کې د اوسپنې د ویلې کولود فابریکې د مدیر په صفت کار کړی دی. په (۱۳۷۲) کال کې د ټول ګټو وزارت د اداري لوی رئیس په توګه په دنده ګمارل شوی دی.

 (۱۳۶۵) کال، پېښور کې د (  VITA ) موسسې د تخنیکي سلاکار په توګه او همدارنګه (۱۳۵۹) کال کې د کانونو او پطرولیم وزارت د پانګې اچونې لوي مدیر په توګه دندې سر ته رسولې دي.

ښاغلي دارني د کانونو او پطرولیم وزارت کې د ماموریت پر مهال ډېرې لاسته راوړنې لري، د هغې ډلې څخه د کانونو د د کیندلو(استخراج)  قانوني کول دي.

 په (۱۳۸۹) کال کې د بامیانو ولایت د ډبرو سکرو (۱۹۴) کانونو خپلسري او غیرقانوني کیندنو او د ډبروسکارو د قاچاق  مخ نیوی یې کړی دی.همدارنګه د بلخ ولایت د مزارشریف د کود برق فابریکې د تولیدي او مالي ستونزو او د افغان ګاز او د ډبرو سکرو د تصدۍ شرکتونه چې  د پورونو له امله یې دروازې تړل کېدو سره مخ وی د شته ستونزو په لمنځه وړو او د پورونو د حساب په تصفیه کولو سره هغه فابریکه له سره فعاله شوه.

نوموړي د خپل عمر نیمایي د هېواد د آبادي او سمسورتیا او د هېوادوالو د سوکالي پخاطر په رښتینولي، کاري وړتیا او ایمانداري سره خدمت کړې.

ښاغلی نصیر احمد دراني په ۲۸ کلنۍ کې واده کړې، د واده مېوه یې شپږ اولادونه، چې څلور یې زامن او دوه یې لوڼې دي.

ښاغلی درانی  په ملي ژپو پښتو او دري د خبرو، لیکلو او لوستلو سربېره، په انګرېزۍ ژبه هم برلاسی دی.

MAIL Facebook Page