له ملي لومړیتوب د ملاتړ دویم پروګرام (SNaPP2)

له ملي لومړیتوب د ملاتړ دویم پروګرام

(SNaPP2)

له ملي لومړیتوب د ملاتړ دویم پروګرام (SNaPP2) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي پروګرامونو  څخه ده، چې د کرنې پراختیا نړیوال مرستندوی صندق (IFAD) له خوا تمویلیږي. دغه پروګرام د IFAD درېم پراختیايي پروګرام دی چې، د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې پلی کیږي.

ياد پروګرام د خوړو خوندیتوب، د عوایدو لوړول، کاري زمینه برابرولو او د کلیو بې وزلو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه په بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې په ازمایښتي ډول پیل شو، چې وروسته يې څلور نور ولایتونه (کابل، لوګر، پروان او بغلان) هم تر پوښښ لاندې راوستل.

له ملي لومړیتوب د ملاتړ پروګرام (SNaPP2) لاندې موخې لري:

۱- د سیمه ییزو ادارو بنسټیز جوړښت پیاوړي کول، د ظرفیتونو لوړول، د ولایت او ولسوالۍ  په کچه پراختیايي او ترویجي خدمتونو وړاندې کول او د کرنې په برخه کې د اړوند خصوصي سکټور وده.

۲- د حاصلاتو د تولیدي ظرفیت د لوړولو له لارې د بزګرانو او مالدارانو په ژوند کې متوازنه او دوامداره وده، د بنسټونو پیاوړي کول او د خرڅلاو له بازار سره د اړیکو ټینګول.

۱- د بنسټیزو جوړښتونو پراختیا:

د بنسټیزو جوړښتونو پراختیا له ملي لومړیتوب د ملاتړ دویم پروګرام (SNaPP2) لومړۍ برخه جوړوي، چې فعالیتونه يې په لاندې درېوو برخو وېشل شوي دي.

الف - د کرنیزې پراختیا او ترویجي خدمتونو وړاندې کول:

په دې برخه کې د پراختیا او ترویج ریاست د کرنې او پراختیا په برخه کې ترویجي او پراختیايي خدمتونه وړاندې کوي او د ظرفیت لوړونې لپاره د ولسوالیو په کچه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پراختیا او ترویج نارینه کارکوونکي روزي.

تمه ده چې، ددې پروګرام په اوږدو کې د کرنې د بېلابېلو څانګو فارغان د ولایاتو په کچه د پراختیا او رواجولو د مرستیالانو په توګه وګوماري. همدارنګه  هڅه کوي چې، د کرنې په برخه کې نوي فني لارې د پخوانیو لاروچارو پرځای د کرنې په ښوونیز نصاب کې ځای پرځای کړي.

ب ـ د کروندګرو او د مالدارانو له ټولنو څخه ملاتړ:

له ملي لومړیتوب د ملاتړ دویم پروګرام پر بنسټ د بزګرانو د وړتیاوو لوړولو په موخه او د سیمه ییزو ټولنو د پیاوړتیا لپاره بزګرانو ته روزنیز مرکزونه جوړول.

ج – خصوصي سکټور: په دې برخه کې به « SNaPP2» پروګرام داسې يوه ځانګړې تګلاره رامنځته کړي چې، د بزګرانو د تولیداتو د مارکیټ لپاره د تولیدوونکو (بزګرانو) او خصوصي سکټور کمپنيو ترمنځ قراردادونه لاسیک کړي؛ چې کرنیز تولیدوونکي (بزګران) به له مارکیټ سره ونښلوي، کرنیز سوداګرۍ ته به برمختګ ورکړي، ځنځیري ارزښتونو به پیاوړي کړي او د کار زمینه به هم برابره کړي.

 ۲- ستراتیژیکه پانګونه:

د « SNaPP2» پروګرام په دې برخه کې بېلابېلې کړنې لکه د کرکیلې په سیمه کې د اوبولګولو د شبکو رغونه، د سیمه ییزو بنسټیزو جوړښتونو بیارغونه، د للمي غنمو د کرنې، بڼوالۍ، څارويو ساتنه او د کوچني پورونو د ورکولو خدمتونه شامل دي.

د یادونې وړ ده چې، له ملي لومړیتوب د ملاتړ دویم پروګرام (SNaPP2) د پورته کړنو ترڅنګ کوچنیو پورونو ته هم لاره اواروي.   د بېلګې په توګه د بې وزلو کورنیو سره مرسته (TUP)، د کرنیزو محصولاتو د ځنځیزه يي ارزښت پیاوړي کول، مالي موسسو ته تخنیکي مرستې ورکول، د کرنیزو سوداګریو لپاره بسپنې او داسې نور.

 

له پیل څخه د ۲۰۱۷ ام کال تر پایه د « SNaPP2» پروګرام  اړینې لاسته راوړنې:

  • په ننګرهار، بلخ او هرات ولایتونو کې د بزګرانو شپږ ښوونیز او معلوماتي مرکزونه جوړې او په اړينو توکو سمبال شوي دي او د دې ترڅنګ ۱۲ نور یې تر کار لاندې دي.
  • د بڼوالۍ ۱۰۶۶بستې چې، په هر پکیج کې يې ۶ اړین توکي شامل دي، پر بزګرانو وېشلي دي.
  • تر دې دمه ۱۲۰۰ نمایشې قطعې جوړې شوي دي؛
  • په اړوندو ولایتونو کې د کرنې د ریاستونو د ترویج کارکوونو بېلابېلو ۳۳ روزونکو  لپاره روزنیز پروګرامونه (ToT) په لاره اچول.
  • د بېلابېلو موضوعاتو په اړوند ۱۴۰۰ نارینه او ښځینه بزګرانو ته روزنه ورکړل شوې ده.
  • ۱۲ قوريې چې، نږدې ۱۴۰۰۰۰ نیالګي تولیدوي، جوړې شوي دي؛
  • پر۳۸۰۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او يوریا سره وېشل شوي دي؛
  • د قردادونو له لارې ۵۲۰ بزګران له خصوصي سکټور سره نښلول شوي دي؛
  • د اوبولګولو ۳ کانالونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي؛
  • د اوبولګولو ۱۳ کانالونه تر رغونې لاندې دي؛
  • د اوبولګولو ۴۲ کانالونه تر تدارکاتي پروسې لاندې دي چې، له دې څخه يې ۳۹ NoL له IFAD څخه ترلاسه شوی دی؛
  • تردې دمه د بزګرانو ۱۲۵ سیمه ییزې ښوونځي جوړې شوي دي.
  • په بلخ  کې د کورني چرګانو د روزنې پروژه پلې شوې چې، دوه زره کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي او همدارنګه د ننګرهار او هرات لپاره د کورني چرګانو د روزنې پروژه  IFADته NoL لپاره لیږل شوې ده؛
  • په اړوندو ولایتونو کې د شیدې راټولولو ۶ مرکزونه جوړې شوي دي.