د آمو حوزې سکټوري پروژه

پېژندنه:

د«پنج آمو» د پروژې هوکړه لیک د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د آسیایي پراختیایي بانک تر منځ په ۲۰۱۶ ام  زیږدیز کال کې لاسلیک شوه.  ددې پروژې ټوله بودیجه ۷۶ میلیونه امریکایي ډالره ده چې، د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تطبیقي ونډه ۲۲.۴ میلیونه امریکایي ډالره ده.

د «پنج آمو» پروژه د اوبولګولو  او طبیعي سرچینو د اداره کولو یوه پروژه ده.

یاده پروژه د آسیایي پراختیایي بانک او د اروپایي ټولنې لخوا تمویلیږي چې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یې د پلي کولو مسوولیت پرغاړه لري.

ددې پروژې اصلي موخې د اوبولګولو، طبیعي سرچینو د زېرمو رغول او ترمیم او د اوبولګولو د ټولنو د تاسیس او وړتیا لوړولو په موخه د افغانستان په پنځو (بدخشان، تخار، کندز، بغلان او بامیانو) ولایتونوکې کوم چې، د آمو په حوزه کې شتون لري طرحه او فعالیت یې پیلوي. ددی پروژی په پلي کولو سره به ټول ټال ۷۴ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي او همداراز ۱۰ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه د سېلابونو له احتمالي ګواښ څخه خوندي شي.

د دې پروژې پلي کول به همدارنګه د دې پروژې تر چترلاندې له ټولو خلکو سره د بې وزلۍ د کچې په ټېټولو او  د کرنیزو محصولاتو د عواید په زیاتولو کې مرسته وکړي.

له دې پروژې څخه به ۵۵ زره کورنۍ چې، ۴۰۰ زره وګړي کیږي په مستقیمه توګه ګټه پورته کړي.  یاده پروژه به مېرمنو او مالدارانو سره مرسته وکړي چې، د دوی د کورنیو او څارویو لپاره اوبو ته د لاس رسی زمینه اسانه شي.

شالید:  د بې وزلۍ له منځه وړل او د کرنیزو محصولاتو د زیاتولو پرمټ د بزګرانو عواید ډېرول.
 
ماموریت: د کرنیزو حاصلاتو زیاتول او په « بدخشان، تخار، کندز، بغلان او بامیانو» ولایتونو کې د ۷۴ زره او ۵۰۰ هکټارو ځمکو د خړوبولو سیستم پیاوړتیا او همدارنګه په یادو ولایتونو کې ۱۰ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه د سېلابونو له احتمالي ګواښ څخه خوندي کول.
 

د پروژې موخې:

  • د ۲۱ عمومي کانالونو د دویمې او درېمیې درجې شبکو  او کانالونو رغونه او ترمیم.
  • په کرونده کې د اوبو د تنظیم او ادارې د پنځو ټولنیزو قراردادونو پلي کول.
  • د اوبولګولو د ۱۰۶ ټولنو تآسیس او د هغوی وړتیا لوړول تر څو  په راتلونکې کې وتوانیږي چې، د پورتنیو کانالونو اداره او کنټرول وکولای شي.
  • د ۲۱ نمایشي قطعو جوړول او په کرونده کې د اوبو د تنظیم او ادارې، کرونده، د ځکې برابرول او د اوبو د ښه تنظیم په هکله د ۶ زره او ۳۰۰ بزګرانو وړتیالوړول.
  • د اوبولګولو ټولنو لپاره د طبیعي سرچینو اداري تخنیکونو، د هغوی د څارنې او ساتنې او د اوبولګولو د شبکو د کارونې په موخه یو لارښود کتاب چاپول.
  • د کرنې د ریاستونو او ذیدخلو خواوو د ۴۰ کارکوونکو لپاره د زده کړې کورسونه برابرول تر څو دوی وتوانیږي چې، زده معلومات له ټولنې او بزګرانو سره شریکې کړي.
  • د ۲۱ آبرېزو  (Watershed) پېژندنه، جوړول او ساتنه.
  • د ۲۱ ټولنو جوړول او همدارنګه په یادو ابرېزو کې د ځنګلونو اداره کول.
  • د طبیعي سرچینو د ادارې د ۲۱ پلانونو د پلي کولو په پایله کې باید ۱۰ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه د سېلابونو له ګواښه خوندي شي.
  • د یوه ازمایښتي ایکو سیسټم پروژې عملي کول.

 

۱۳۹۶ یم کال عمده لاسته راوړنې

شمېره

لاسته راوړنې

شمېر/ واحد

۱

د پروژې د کارمندانو استخدام

 

۲

د سیمه ییزو د فترونو تنظیم/ترمیم

 

۳ سیمه ییز دفترونه

۳

د دویمې درجې کانالونو سروې کوم چې، له   سیآب،شهروان نمبر ۱ او ۲  او لاقي عمومي کانالونو سرچینه اخلي

۲۲ دویمې درجې کانالونه

۴

د آبریزو (Watersheds) سروې

 

۲ آبریزې

 

د۱۳۹۷ یم  کال پلان:

  1. د دویمې درجې کانالونو سروې کوم چې، له ۱۷ عمومي کانالونو څخه سرچینه اخلي.
  2. د۲۱ عمومي کانالونو تدارکات کوم چې، ۵  NCB  قراردادونه کیږي.
  3. د ۳  NCB قراردادونو ۳۰ سلنه فعالیتونه پلي کول.
  4. په کرونده کې د اوبو د تنظیم په برخه کې د ۵ کوچنيو ټولنیزو قراردادونو سروې او ډیزاین کول، او  د ۳ کوچنیو ټولنیزو قراردادونو قرارداد او ۳۰ سلنه عملي کول.
  5. د ۲۴ آبریزو (Watersheds) سروې او د ۲۶ آبریزو (Watersheds) ‌ډیزاین.
  6. د ۱۰ آبریزو (Watersheds) تدارکات او ۳۰ سلنه عملي کول.