د افغانستان د کرنيزو توليدي عواملو پروژه څه ده

د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژه (AAIP) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت  (MAIL)یوه له لویو پروژو څخه ده.

افغانستان تر ډيره په کرنه تکيه هيواد دی. د هیواد پر کچه د پرمختګ لپاره د کرنې پیاوړي کول حیاتي ارزښت لري. په دغه برخه کې ټکنالوژي تر ډیره پرمختللي او لوړه شوي ده، چې په خپل وار سره يې کرنیز تولیدات په ښکاره ډول زیات کړي دي. د دې لپاره چې د تولید وړتیا زیاته کړو، موږ باید د اصلاح شويو تخمونو نویو ډولونو (نوعو) او تجربو ته لاس رسۍ ولرو او څیړنې ترسره کړو. په بله وينا، د هر پرمختګ لپاره تجربې او څیړنیز مرکزونه اړين دي. د یوه بې ساري اقلیم او جغرافیوي موقعیت په لرلو، د افغانستان کرنيز سکتور پرمختګ لپاره پراخو څیړنو ته اړتیا ده. همدارنګه څیړنیز مرکزونه د راتلونکي نسلونو په زده کړه او روزنه کې اړين رول لري. د څیړنیزو بنسټونو غښتلي کول د هر افغان د ژوند د غښتلي کولو په مانا دی. موږ که څه هم څيړنيز مرکزونه لرو، خو کیفیت يې ستونزې لري. د کرنیزو معیاري تولیداتو تولید او ساتنی لپاره یواځنی شرط څیړنیز بنسټونه او فارمونه هم نه دي. په ټولو هغو ځایونو کې چی واردات او صادرات پرې تیریږي، قرانطین سټېشنونه باید جوړ شي. د دې بله موخه دا هم ده، چې د کرنیزو تولیداتو د صادرولو لپاره )نړیوال تجارتي سازمان( ته د غړيتوب او عملي کيدا شرطونه هم پوره کړل شي. پر دې سربيره، د آفت وژونکو درملو د کیفیت کنترول، فورمول، او پاتي شونو د ټسټ لابراتوارونه او همدارنګه د کیمیاوي سرو د کیفیت او فورمول لابراتوارونو جوړول هم اړين دي. د دې لپاره چې د کرنیزې سوداګرۍ خوځنده ماهیت سره ځانونه برابرکړو، د اړونده  حقوقي او تنظیمي چوکاټ کره کتنه هم اړينه کڼل کیږي.

په ۱۹۵۹ کال کې (د افغانستان د کرنیزو څیړنو انسټیټیوټARIA - ) بنسټ کیښودل، خو تقريباً تر ۲۰۱۳ کال يې ياد نور مرستندویه جوړښتونه نه درلودل. په هیواد کې د بې ثباتیو له امله ياد څیړنیز انسټیټیوټ تراوسه مسلکي کارپوهان، اړینه ټکنالوژي، زیربناوې، ماشینونه، ښه مالي ملاتړ، لابراتوارونه، د کرنې وړ مناسبه ځمکه، د اوبو لګولو سیستم او څیړنیز نوښتګر پروګرامونه نه لري. د دې تر څنګ، افغانستان د نباتاتو ساتنی او قرانطین مناسبو سټېشنونو ته هم اړتیا لري.

د کرنې په برخه کې له کره څیړنې وروسته، د افغنستان حکومت نامناسب وضعیت درک او له نړیوال بانک يې د همکارۍ غوښتنه وکړه. نړیوال بانک په ۲۰۱۳ کې (د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژه -  Afghanistan Agricultural Inputs Project  (په رامنځ ته کولو غوښتنې ته مناسب ځواب ووايه.

د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژه (AAIP) د کرنې ځانګړي برخې خپلې موخې وګرځولې. په دې کې د څیړنیزو فارمونو بیا رغول، لابراتوارونه او د نباتاو ساتنې سیستم، وړتیا لوړول، قرانطین شبکه، د غنمو څیړنیزې تجربې، کرنیز ماشینونه او تخنیکي مرستې شاملې دي.

د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژې تردې دمه خپل پلان په بریالیتوب سره پلي کړی، چې د کرنې وزارت او نړیوال بانک دواړه ورڅخه خوښ او راضي دي. د څیړنیز فارم د بیا رغونې لپاره، د سیمه ییزو څیړنیز فارمونو تخنیکي سروې او مهندسی ډیزاینونه بشپړ شوي او د زیربناو جوړولو کار يې عملاً روان دی. همدارنګه د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژې (AAIP) د ۱۰ څیړنیزو فارمونو او اصلاح شویو تخمونو تصدۍ ته د تخنیکي او عملیاتي مرستې په موخه کارپوهان وګمارل.

د وقايوي ګام په توګه د افغانستان د کرنیزو تولیدی عواملو پروژه (AAIP) د لابراتوارونو یو کمپلکس جوړوي. کمپلکس ۱۳ لابراتوارونه لري، چې عمده موخې یې د ټیټ کیفیت آفت وژونکو درملو او کیمیاوي سرو مخنیوی او د ناروغیو تشخیصول دي. د دې ترڅنګ دغې پروژې په ټول هیواد او په ځانګړي توګه له پولې د تیریدو او راتیریدو په نقطو او همدارنګه د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر، د کابل ګمرک او پوسټ پارسل کې د قرانطین سیستم شبکې په جوړولو پیل کړی دی. د يادې شبکې کار شروع شوی او موخه يې د نباتي آفتونو او ناروغيو قرانطین، کنترول، پلټل او د بوټو روغتیا ساتنې سرټفیکیټونو ویشل دي. دغه کار باکیفیته کرنیز توکي په ځانګړي ډول صادرات، چې د ملي اقتصاد د دوامداره پرمختګ ضمانت کوي، په مستقیم ډول لوړوي.

د وړتیا لوړونې په تړاو د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژې (د افغانستان کرنیزو څیړنو انسټیټیوټ)، (د اصلاح شویو تخمونو تصدۍ) او د (نباتاتو ساتنې او قرانطین ریاست) ۴۷ کارکوونکو ته د ماسټرۍ او ۲ نورو ته د دوکتورا تر کچې د زده کړو موقع برابري کړي، چې اوسمهال په هندوستان کې عملاً په درسونو بوخت دي. د دې ترڅنګ يادې پروژې د ۲۳۳ کارکوونکو لپاره په هیواد کی دننه او (د افغانستان د کرنیزو څیړنو انسټیټیوټ) ۱۶ کارکوونکو لپاره په هندوستان کی د نړیوالو روزنو آسانتیاوې برابرې کړي دي. دغه پروژه په پلان کې لري چې ۷۰۰۰ کسان په هیواد کی دننه او ۱۶۵ کسان  له هیواده بهر وروزي. همدا ډول دغې پروژې (د افغانستان د کرنیزو څیړنو انسټیټیوت) او (د اصلاح شویو تخمونو تصدۍ) ته درانه او سپک کرنیز ماشینونه هم ویشلي دي. (د افغانستان د کرنیزو څیړنو انسټیټیوت) او (د اصلاح شویو تخمونو تصدۍ) پیاوړي کول او سمبالول هم د دغې مرستې یوه برخه جوړوي.

پر دې سربيره، د افغانستان د کرنیزو تولیدي عواملو پروژې (AAIP) د کرنې قانوني او تنظیمي چوکاټ په بشپړه توګه له سره کتل هم خپل لومړيتوب ګرځولی. د نباتی آفت وژونکو درملو قانون او مقرره نوي شوې او اصلاح شوي بڼې يې توشيح شوې. د کیمیاوی سرې قانون مسوده چمتو او له اړونده طرزالعمل څخه تیریږي چې په قانون بدله شي.

د پروژې موخو ته له رسيدو وروسته به افغانستان د کرنیزو څیړنو یو مجهز انسټیټیوټ ولري. چارې به يې د متخصصو او وړ کارکوونکو لخوا په اغیزمنه توګه پرمخ وړل کیږي. دا به د ډولونو (نوعو) او اصلاح شويو تخمونو له پلوه یوه ښه پایله ورکړي. د پرله پسې تجربو په پایله کې به د غنمو لوړ حاصل ورکوونکي او د مقاومو ډولونه او ښه کیفیت لرونکي مورني تخمونه تولید شي، چی د افغانستان اقلیم او خاورې سره به پوره توافق لري.

ددې ترڅنګ چې د قرانطین یو مناسب او سالم سیستم به ولرو، ټول کرنیز صادرات او واردات به د کیفیت له پلوه پوره تضمین شوي وي او دا به د افغانستان ټول اقتصاد او په ځانګړي توګه د کرنې برخه پیاوړي کړي. په پای کې، د لابراتوارونو کمپلکس بریالۍ جوړونه به موږ د دې جوګه کړي، چې ساري ناروغۍ کنترول کړو. دا به زموږ وړتیا لوړه کړي ترڅو د ټیټ کیفیت لرونکو تولیداتو مخنیوی وکړو او لازیات ګټور نباتي آفت وژونکي درمل او کیمیاوي سرې وړاندې کړو.