د ۱۳۹۷ کال شلم کرنیز نندارتون

کرنې وزیر د بزګر په مېله کې:

په ۱۳۹۷ یم کال کې د کرنیزو زېربناوو پر جوړولو تمرکز کوو

نن د وری دویمه، د بزګر مېله د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د یو شمېر وزیرانو، د ملي شورا غړيو او بزګرانو په شتون کې د کابل په بادام باغ  کې په پرتمینو او شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه.

د یادې مېلې او د کورنیو تولیداتو د شلم نندارتون په پرانیست غوڼده کې د کرنې وزیر وویل، چې کرنې وزارت په ۱۳۹۷ یم کال کې د زېربناوو پر جوړولو تمرکز کړی دی او سږ غواړي بزګرانو ته د ښه چوپړونو په تر سره کولو سره د کورنیو تولیداتو کچه لوړ کړي.

د بزګر په مېله کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني وویل: «په ۱۳۹۷ یم کال کې تر ډېره پر کرنیزو زیربناوو کار کوو، ترڅو د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه او ځان بسیاینې پر لور ګامونه وچت کړو.»

ښاغلي دراني په ۱۳۹۷ یم کال کې خپل ۷ کارې لومړیتوبونو په ځاګړې ډول د دې وزارت د کرنې میکانیزه کولو ته په اشارې سره وویل: «په ۱۳۹۷ یم کال کې د کرنې د ښه والي او میکانیزه کېدو په پار د «لایز» ۳۰ دستګاوې او د نیالګیو کېنولو کابو ۱۰۰ ماشینونه وېشو. د لبنیاتو د کیفیت ښه کولو او زیاتولو په پار د ۱۲۲ زرو غواګانو نسل اصلاح او په کابل کې د څو ګاونډو ولایتونو لپاره د شیدو د پروسس یوه لویه فابریکه هم جوړوو.»

په همدې حال کې، د کرنې او کلیو پراختیا په برخه کې د ولس‌مشر ستر سلاکار حمید هلمندی وویل: «د کرنې سکټور د هیلو سکټور دی، دا سکټور د دې وړتیا لري چې دوه میلیونه نوي دندو ته زمینه برابره کړي،  که مونږ وکولای شو چې، کرنه میکانیزه کړو، نه یوازې دا چې پر ځان بسیا کیږو، سربېره پر دې کولای شو چې د خپلو تولیداتو لویه برخه بهرنیو هېوادونو ته هم صادر کړو.»

بلخوا د کاپیسا ولایت یوتن مخکښه بزګره مېرمن مشتري کروندګرو مېرمنو لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ له مسرتو نه مننه وکړه او ویې ویل: «مونږ د کرنې وزارت له وزیر صاحب نه مننه کوو ځکه، چې زمونږ د کرکېلي په برخه کې یې له مونږ سره زیاتې مرستې کړې چې ور سره زمونږ اقتصاد پیاوړی شو. مونږ غواړو چې دا مرستې لا ډېرې شي.»

بازارونو او مارکیټونو سره د بزګرانو نښلول، بازار موندنه، د ځنځیره یي ارزښتونو پیاوړتیا، د کرنې میکانیزه کول، د تخنکي چوپړونو په وړاندې کولو سره د تولیداتو کچه لوړول، په ۱۳۹۷ یم کال کې د کرنې وزارت له نورو کړنو څخه دي.

کرنې وزیر د یادو برنامو په پلي کولو د ټنګار تر څنګ وویل، چې د ۱۲ سړوخونو، پنځه مسلخونو او د تولیداتو د کنټرول او کیفیت او د کښت لاندې ځمکو د پراختیا په پار د قرنطین خونو جوړول، په ۱۳۹۷ یم کال کې د کرنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

د بزګر مېله او د کرنیو تولیداتو نندارتون هرکال د کرنې وزارت له خوا په لاره اچول کیږي. باید وویل شي، چې د کورنیو تولیداتو نندارتون د کابل په بادام باغ کې د درې ورځو لپاره (پنچ شنبه، جمعه او شنبې ورځ د وری له ۲ نه تر څلورمه) دوام لري او ټول مینه وال کولای شي، چې په دې نندارتو کې ګډون وکړي.

 

د کابل په پسرلنۍ نندارتون کې د ۱۱۰ زره تنو ګډون او د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د توکو پلورل

۵ وری ۱۳۹۷

د کرنیزو توکو په پسرلنۍ نندارتون کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوې وه د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز توکي او کورني تولیدات خرڅ شوي دي.

په دغه نندارتون کې، چې ۲۳۶ غرفي جوړې شوې وې له کرنیزو توکو سربېره د مېرمنو لاسي صنایع او د کرنې د میکانیزه کولو توکي هم پلور ته اېښودل شوې و.

د دې نندارتون ډېری پلورل شوي توکي زعفران، شات او غوړي دي.

په نندارتون کې د شته ټولو غرفو له ډلې ۳۰ غرفې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ د خونې، ۲۴ غرفې د لاسي صنایعو او پاتې نور هغه یې د کرنیزو تولیداتو اړوند ول.

په دې نندارتون کې همداراز د شته تولیدکوونکو او سوداګرو ترمنځ د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پېر پلور هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.

دغه نندارتون د درې ورځو لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په لاره اچول شوې وه. یاد نندارتون د وری په دویمه د بزګر د ورځې په مناسبت په شاندارو مراسمو سره پرانیستل شو.

د شمېرو له مخې د درو ورځو په لړ کې له دې نندارتون څخه ۱۱۰ زره تنه لیدنه کړې او خپل د اړتیا وړ توکي یې هم له دې نندارتون څخه پېرلي دي.

په همدې حال کې په دې نندارتون کې یوشمېر تولیدکوونکي او غرفه لرونکو کسانو د نندارتون د ښه مدیریت نه ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دوی له تود هرکلي سره مخ شوي دي. سیماګل چې، په دې نندارتو کې یې طبي بوټي، رانجه او کروت خرڅول، وايي: «ډېره ښه او په زړه پورې نندارتون و، په دې نندارتون کې مو د دې ترڅنګ چې خپل توکي و پېرل په دې هم وتوانېدو چې د خپلو توکو د خرڅولو په پار تبلیغ وکړ او زیات مشتریان جلب کړو.»

همداراز احمدالله چې، د دوی شرکت د پنبه دانې غوړي تولیدوي، د کرنې وزارت له ملاتړ او همکاری نه د خوښی ترڅنګ وویل، چې دوي په دې نندارتون کې خپل ډېری توکي خرڅ کړي دي.

د کرنې وزارت په پسرلني نندارتون کې چې د کابل په بادم باغ کې په لاره اچول شوې وه، د بزګر د ورځې د لمانځلو او نندارې ته د کورنیو تولیداتو د وړاندې کولو ترڅنګ د موسیقۍ او سرګرمۍ پروګرامونه هم و چې، د نندارچیانو له تود هرکلي سره مخ شو د مېرمنو ګرځنده هوټلونه او پلورنځي، طبي بوټي او وچې میوې هم د نندارچیانو له تود هرکلي سره مخ شو.