د کابل یوویښت نړیوال کرنیز نندارتون

د ۲۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د توکو پلورل، د کرنیز نندارتون لاسته راوړنه

د کرنیزو توکو په یووېشتم نندارتون کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د تلې له ۱۱ مې نېټې څخه تر ۱۳ مې نېتې پورې د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوې وه، د ۲۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز توکي او کورني تولیدات خرڅ شوي دي.

د دې نندارتون د درې ورځو په ترڅ کې د ۲۲ میلیونه او ۵۹۳ زره او ۴۵۰ افغانیو په ارزښت کرنیز محصولات او غیر کرنیزې توکي پلورل شوې دي، چې له دې ډلې د ۷۰۰ او ۸۷ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت د مېرمنو لاسي صنایع او پاتې ټول کرنیز محصولات لکه، خوراکي توکي، زعفران، وچ او تازه مېوې، طبي بوټې، لبنیات، د چرګانو غوښې، اچار، کیک او کلچې، د چرګوړو ماشین او یوشمېر نور کرنیز او مالدارۍ محصولات خرڅ شوي دي.

په دې نندارتون کې همداراز د شته تولیدکوونکو او سوداګرو ترمنځ د ۶۸ میلیونه او ۹۷ زره افغانیو په ارزښت د پېر پلور هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول. په دغه هوکړه لیکونو کې یو میلیون او ۵۲۰ زره افغانۍ یې لاسي صنایعو پورې اړوند دي او پاتي نوریې مالدارۍ او کرنیزو توکو پورې تړلې ده.

په بادام باغ کې د کرنیزو توکو په یووېشتم نندارتون کې همداراز د ۱۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلابېلو کرنیزو توکو او مالدارۍ محصولاتو د پېرلو هوکړه هم وشوه، چې د دغو تړونونو ډېری یې وچې مېوې په ځانکړې توګه جلغوزه ده.

شمېري ښیي، چې د مني په کرنیز ننداتون کې د سږ پسرلنۍ کرنیز نندارتون په پرتله د پلور په برخه کې کابو دوه میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلې ده او د تړونونو په برخه کې د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت او همداراز د کابو ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو او لاسي صنایعو د پېرلو د تړونو نو په برخه کې هم زیاتوالی راغلې ده.