پکتیا کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړوند توکي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۶:۱
پکتیا کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړوند توکي ووېشل شول

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت اړوند د بڼوالۍ د ځنځيروي ارزښت د ودې سکتوري پروژې  (HVCDSP)  په همکارۍ ددې ولایت پر ۳۰ تنو بڼوالو د بڼوالۍ اړونده کرنيز توکي ووېشل شول.
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد دین مومند وايي، چې د يادو توکو له وېش څخه يې موخه د دوديزې بڼوالۍ پر ځای د عصري بڼوالۍ ترويج، د بڼوالۍ پراختيا، د محصولاتو د تولید او  کيفيت لوړوالی او بزګرانو ته د بڼوالۍ په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کول دي.
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژې  (HVCDSP) ولایتي مسوول عارف روښان وایي، چې په دغو وېشل شویو توکو کې د دوا شیندنې « PRR»پمپ، محافظتي جامې، د ښاخبري وړه او غټه قیچې، د ښاخبري اره، او زینه شامل دي، چې د عصري بڼوالۍ د ترویج په موخه پر بڼوالو وېشل شوي دي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
د يادولو وړ ده، چې د يادې پروژې له لورې په پکتيا ولايت کې د نوې ټکنالوژۍ د دودولو په پار د مڼو ۳۰ جريبه متراکم بڼونه هم جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۴
Background image

د روزګان خاص روزګان ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي همکارۍ، د روزګان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

دلغمان الینګار کې له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د چرګانو او اړوندو وسایلو مرسته وشوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په الینګار ولسوالی کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۳۱
Background image

ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلات څه باندې ۱۲ سلنه زیات شوي

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او بڼوالو ته د کرنیزو سپارښتنو په پایله کې، سږ کال په شپږو ولسوالیو کې د سرو املوکو. . .

بازگشت