د کرنیزو محصولاتو مدیریت او د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پروژو لاسته راوړنې دکرنې وزیر ته وړاندې شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۱۵:۴۸
د کرنیزو محصولاتو مدیریت او د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پروژو لاسته راوړنې دکرنې وزیر ته وړاندې شول

۲۱مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د کرنیزو محصولاتو مدیریت برنامې او د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې د چارواکو په شتون کې، په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د یادو پروژو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي ته مالومات وړاندې کړه.
ښاغلی غفوري وویل، چې په هېواد کې د کرونا وبا له خپرېدوسره سم د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د یوشمېر مهمو کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو د مخنیوي او هېوادوالو ته د کاري زمینې برابرولو په پار نږدې شپږ میاشتې وړاندې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه په لاره واچول شوه. ښاغلی غفوري وویل، چې یاده پروژه د کرنې وزارت له خوا طرحه او په ټول هېواد کې پلی شوی دی.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال زیاته کړه، چې په ټولیزه توګه د هېواد په کچه د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې له لارې ۱۰زره او ۸۲۸ ودانۍ جوړې شوي دي، چې په کې ممیزخونې، د پیازو او کچالو زېرمتونونه او دغه راز د مڼو او انارو ساتنې په پار صفر درجې سړې خونې شامل دي.
حشمت الله غفوري دغه راز زیاته کړه، چې د ۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې هم په ۱۱ ولایتونو کې په ټولیزه توګه یوزر او ۹۷ پروژې، چې په کې ممیزخونې، د پیازو او کچالو زېرمتونونه او د مڼو او انارو صفردرجې سړې خونې جوړول او ترڅنګ یې په دغو ولایتونو کې پر یوشمېر مېرمنو د مېوو او سبو لمریز وچوونکي دستګاوو وېش شامل دي پلي شوي دي.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال زیاته کړه، چې ددغو پروژو په پلي کېدو سره ۸۷زره کسانو ته لنډمهالې دندې او ۲۹ زره کسانو ته د دایمې دندې زمینه برابره شوې ده. د هغه په خبره، د دغو پروژو د ودانیزو چارو په بشپړېدو سره، څه باندې ۱۶۵زره مټریک ټنه کرنیز محصولات چې په کې مڼې، انګور، انار، پیاز، کچالو او یوشمېر نور محصولات شامل دي خوندي شوي او عمریې اوږد شوي دي.
په همدې حال کې، د کرنې وزیر ډاکټرانوارالحق احدي د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې او د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له مشرتابه او کارکوونکو څخه د قدردانۍ او مننې ترڅنګ وویل، چې یادې پروژې په لږه موده او غیرنورمال حالت او کرونایي حال کې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پلي شوي دي، چې له شک پرته اغېزمنتوب یې ډېر دي. ښاغلی احدي وویل، چې د یادو پروژو دطرحې او چارو په پرمختګ کې نوښت شتون درلود، چې په لږه موده کې، د هېواد په کچه د کرنیزو محصولاتو ساتنې په پار ډېرې ودانۍ جوړې شوي دي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر په ۱۴۰۰ام مالي کال کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې لپاره د بودیجې د زیاتولو غوښتنه وکړه او په ورته وخت کې، د خپلو لارښوونیزو نظریاتو وړاندې کولو ترڅنګ، سپارښتنه وکړه، چې په ۱۴۰۰ام مال کال کې د پروژې د پروخت پلي کېدو په پار په مرکز او لایتونو کې هغږۍ زیاتې او چټکې شي.
 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۵
Background image

نورستان کې سلګونو اړمنو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اې‌وای‌اس‌او» مؤسسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ او د کرنې وزارت په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د غنمو ننداریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۴
Background image

د روزګان خاص روزګان ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي همکارۍ، د روزګان. . .

بازگشت