پکتیا کې بزګرو مېرمنو لپاره ۱۵۰ وړې شنې خونې جوړیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۶:۲۷
پکتیا کې بزګرو مېرمنو لپاره ۱۵۰ وړې شنې خونې جوړیږي

۳ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې د ژمي په موسم کې د سبو تولید په پار د پکتیا په مرکز او شپږو ولسوالیو کې پر ۱۵۰ بزګرو مېرمنو د شنوخونو جوړولو په پار د شنوخونو جوړولو د اړوندو توکو د وېش لړۍ د پکتیا له مرکز ګردیز څخه پیل شو. د یادو شنوخونو د جوړولو توکي، ددغو کورنیو نارینه و ته وسپارل شوه.
د پکتیا د کرنې رییس محمد دین مومند وایي، چې دغه شنې خونې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ د پکتیا د مرکز په ګډون ددې ولایت د زرمت، احمدآباد، سیدکرم، میرزکه، لجه منګل او ځاځی اریوب ولسوالیو کې ۱۵۰ مېرمنو ته جوړیږي.
د یادو شنوخونو ترڅنګ پر دغو مېرمنو د بېلابېلو سبو تخمونه هم وېشل کیږي او همداراز دغو مېرمنو ته په شنوخونو کې د سبو کرکېلي او پالنې لارې چارې هم ښودل کیږي.
له څو کلونو را په دې خوا په پکتیا ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې له خوا د وړو شنوخونو د وېش لړۍ پیل شوې د ه، چې ښې پایلې لري.
له کومه ځایه چې سابه د سالمې تغذیې ډېره مهمه سرچینه ده، د کرنې وزارت د کورنیو د سالمې تغذیې په پار او مېرمنو لپاره د دندې ایجادولو په موخه هر کال په ټول هېواد کې پر مېرمنو سلګونه وړې شنې خونې وېشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۳۱
Background image

ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلات څه باندې ۱۲ سلنه زیات شوي

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او بڼوالو ته د کرنیزو سپارښتنو په پایله کې، سږ کال په شپږو ولسوالیو کې د سرو املوکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۲۹
Background image

دهلمند په نادعلي کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ،«د اف‌جي‌اې» مؤسسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ، د هلمند ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۴۷
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همکارو مؤسسو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي احمدالله اتل او د خصوصي. . .

بازگشت