بلخ کې د شولې ۱۷۰ ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۱۴:۴۴

۲۳ غبرګولی ۱۳۹۸

د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په پام کې لري، چې په دې ولایت کې د شولو د عصري کرکېلي د ترویج په پار د کتار «ریپا» په ډول د شولو ۱۷۰ ننداریزې قطعې جوړ کړي.

دغه ننداریزې قطعې، چې ددې ولایت په شولګر، شورتپه او کلدار ولسوالیو کې جوړیږي موخه یې بزګرانو ته دکتار « RIPA» په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو زده کړه او رواجول دي. په دې بڼه د شولو کرکېله د شولو حاصلات له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي.

د ترلاسه شویو څېړنو پایلې ښیي، که چیرې شولې په محلي ډول دپاشان په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ توګه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري ډول د کتار په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ کچه شپږ ټنه شولې په لاس راځي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت