د کرنې وزارت ۶۴۰ کارکوونکي وروزل شول

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۳:۴۸
د کرنې وزارت ۶۴۰ کارکوونکي وروزل شول

۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست ددې وزارت ۶۴۰ کارکوونکي د پلان جوړونې، راپور لیکنې، د طرز سلوک مقررې، د ملکي خدماتو د کارکوونکو د ذاتي چارو مقرره، د دندې د لایحې پلي کول او د کړنو د ارزونې په برخه کې روزلي دي.
دغه روزنیزه برنامه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست د وړتیا لوړولو آمریت له خوا د پروان، کندهار، ننګرهار، تخار او بدخشان ولایتونو د کرنې ریاست کارکوونکو لپاره په لاره اچول شوې وه. یاده برنامه د ۳۴ ولایتونو د کرنې ریاستونو اړتیاوو ته په کتو مشخص او د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په پار په لاره اچول شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبولګولو و مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست د روان کال په ترڅ کې د وړتیا لوړنې په پار د کرنې وزارت یو شمېر مرکزي و ولایتي کارکوونکي کورني او بهرني فیلوشیب او اسکالرشیب بورسیو ته هم ور پېژندلي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت