د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون ولسوالی په کچه د بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام په دوام، هغو ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته چې سروې یې مخکې ترسره شوې وه، د مالدارۍ آمریت په همغږۍ د تخمي چرګانو د وېش له پیل څخه وړاندې د چرګانو خوراکي دانه ووېشل شوه.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته درې بورۍ (۱۵۰ کیلوګرامه) د تخمي چرګانو ځانګړې خوراکي دانه د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې په شفاف او منظم ډول ووېشل شوه، ترڅو د چرګانو د روزنې لپاره مناسب چمتووالی رامنځته او د پروژې موخې په اغېزمنه توګه عملي شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام د بېوزلو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د کورنیو عوایدو د زیاتوالي، د خوړو د خوندیتوب د ښه والي او د مالدارۍ سکتور د ودې په موخه پلي کېږي.
 د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ټولو همکارو مؤسسو له دوامدارو همکاریو مننه کوي او ډاډ ورکوي، چې ورته پروژې به د شفافیت، عدالت او غوره همغږۍ په چوکاټ کې عملي کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۴۹
Background image

د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال: روزګان کې منظور شوې اوبولګولو پروژې به د اوبو د ضایعاتو مخه ونیسي

۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د روزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د سمنګان د کرنې ریاست د کړنو ارزونه

۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر سمنګان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

د زابل شاه‌جوی کې  لسګونو بزګرانو ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سازښت په اړه روزنیز پروګرام وړاندې شو

۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالۍ په کچه ۱۲۰ تنو بزګرانو ته د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د سازښت او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د خوندي. . .

بازگشت