بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۹
بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

د بادغیس د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په دې ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده. 
د دوی په وینا، دغه بڼونه د مقر، سنگ آتش او دره بوم په ولسوالیو کې رغول شوي دي. همدارنګه، له ۱۴۰۱ هـ.ش کال راپدېخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د «جیف ۶» پروژې له لارې یوازې د آبکمري ولسوالۍ په کچه شاوخوا ۳۱۰۰ هکټاره د پستې بڼونه بېرته ورغول شول او ټاکل شوې ده، چې سږکال هم نږدې ۹۴ هکټاره نور بڼونه احیا شي.
د کرنې ریاست چارواکي زیاتوي، دا مهال په بادغیس ولایت کې له ۳۰ زرو هکټارو څخه زیات د پستې بڼونه شتون لري او د بیارغونې، جوړولو او د طبیعي پستې ځنګلونو د ساتنې له دوام سره دغه شمېر په زیاتېدو دی.
سره له دې، چې وروستیو وچکالیو، اقلیمي بدلونونو او د ونو وخت نه مخکې ګل کولو د پستې ونې زیانمنې کړې دي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي هڅه کوي، چې د دې محصول د تولید کچه لوړه کړي.
د بادغیس پسته د دغه ولایت د بزګرانو د عاید له مهمو سرچینو ګڼل کېږي او نړۍوال شهرت لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۳۳
Background image

د کندهار د کرنې ریاست ۲۰ کارکوونکي د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز له مسلکي روزنې فارغ شول


۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ۲۰ تنه کارکوونکي د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز اړوند له تخصصي او مسلکي روزنیز پروګرام څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۳۰
Background image

د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالی کې پر ٤٠ کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې


۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو نړیوالې  «ډي‌ارسي» ادارې په مرسته د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالی کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴
Background image

دمیدان وردګو دوو ولسوالیو کې لس ګونو بزګرانو ته دلوبیا ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت د دایمیرداد او جغتو ولسوالیو اړوند د کنج، ګرماب کلاندې په حوزو کې یوشمېر په شرایطو برابرو بزګران چې مخکې دکرنې ریاست له. . .

بازگشت