غور کې د څارویو پروتین لرونکي خوراکي توکي تولیدیږي

۲۲ مرغومې ۱۳۹۷
د غور ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د وښو، یوریا سرو، د خړو مالګه او اوبو له ترکیباتو څخه په استفادې سره د څارویو پروتین لرونوکي «یوریا ټریټمنټ» خوراکي توکي تولیدوي.
۱۰۰ کیلو ګرامه واښه، څلور کیلو ګرام یوریا کیمیاوي سره، د خوړو نیم کیلو ګرامه مالګه او ۲۰ لیټره اوبه په یوه پلاستیکي کڅوړه کې د ۲۱ ورځو لپاره په یوه څاه کې، چې دوه متره ژور او یو نیم متره سور لري ساتل کیږي او تر ۲۱ ورځو وروسته له څاه څخه ایستل کیږي او له نور علوفې سره یوځای څارویو ته ورکول کیږي.
له یوریا ټریټمنټ څخه ګټه پورته کول د څارویو دعلوفي کیفیت لوړو ترڅنګ د هضمیت په برخه کې هم مرسته کوي. او همدارنګه د څارویو اشتها هم ښه کوي.