د هېواد په څلورو شمالي ولایتونو کې ۴۵ عصري ممیزخونې جوړې شوې

۲۱ سلواغه ۱۳۹۷
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا انګورو بڼوالو لپاره د ۴۵ عصري ممیزخونو د جوړلو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ددغو ممیز خونو د جوړولو چارې په ۲۰۱۸ ام زیږدیز کال کې پیل شوې وې، چې اوس یې چارې بشپړ او بڼوال ورڅخه ګټه پورته کول پیل کړي دي.
دغه ممیزخونې هر یوه یې ۱۰ متره اوږدوالی، پنځه متره سور او پنځه متره لوړوالی لري.
یاد ممیزخونې هر یوه یې ددې وړتیا لري، چې په یوه وخت کې ۵ تر ۷ ټنه انګور په ممیزو واړوي.
ددغو ممیزخونو جوړول د بڼوالو په اقتصادي وده کې رغنده رول لري، ځکه کوم ممیز چې په دغو ممیزخونو کې تولیدیږي له هغو ممیزو څخه چې په دودیزه بڼه تولیدي څوچنده ښه کیفیت لري.
ددغو ممیزخونو له ډېلې څخه د سرپل په ولایت کې ۱۰ ممیزخونې، په فاریاب ولایت کې ۱۸ ممیزخونې، په جوزجان ولایت کې ۱۰ او په بلخ ولایت کې ۷ ممیزخونې جوړې شوي دي.
ممیز د افغانستان یو مهم صادراتي توکی ده او د ممیزخونو جوړول د معیاري ممیزو په تولید کې له بزګرانو سره مرسته کوي.
په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې او نورو برنامو له لارې د هېواد په هغو ولایتونو کې، چې په کې د انګورو ډېر بڼونه دي سلګونه ممیزخونې جوړې شوي دي.
له دغو ممیزخونو څخه برخمن شوي بزګران وایي، چې تر دې مخکې د خپلو بڼونو انګور په دودیز ډول په ممیزو بدلول، چې ښه پېرېدونکي یې نه درولود او له دې لاري یې عواید په نشت حساب و خو په عصري ممیزو خونو کې د معیاري ممیزو تولید به د دوی عواید څو چنده زیات او پېرېدونکي به یې ډېر کړي.