لوګر کې پر یوشمېر مېرمنو سوداګریزې شنې خونې ووېشل شوې


۱۹ مرغومې ۱۳۹۷
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له لارې لوګر کې پر شپږو کروندګرو مېرمنو سوداګریزې شنې خونې ووېشل.
دغه شنې خونې هر یوه یې ۴۰ متره اوږدوالی او ۹ متره سور لري.
د کرنې وزارت له خوا دغه شنې خونې په ژمي کې د تازه سبو د تولید او په لویه کچه د خوړو خوندیتوب او په مېندو او ماشومانو کې د خوارځواکی د مخنیوي په موخه جوړې شوي دي. دغه شنې خونې مېرمنو ته دا زمینه هم برابروي، چې د خپلو سبو د پلور له لارې ښه عواید تر لاسه کړي.
دغو شنوخونو کې د ژمي په موسم کې رومي بانجان، بادرنګ، تور بانجان او نور سابه کرل کیږي او بازار ته عرضه کیږي.