د جوزجان پر مالدارانو کابو ۱۰۰ ټنه د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

۱۹ مرغومې ۱۳۹۷
د جوزجان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر ۹۹۵ مالدارانو د څارویو ۹۹.۵ مټریک ټنه خوراکي توکي وېشلي دي. په دې لړۍ کې پر هر یوه مالدار ۱۰۰ کیلوګرامه کانسنټریټ وېشل شوي دي.
د څارویو دغه خوراکي توکي، چې کانسنټریټ په کې شامل دي، د «پي، ار، بي» او «جرمن اګرو واکشن» موسسو په همکارۍ د جوزجان ولایت په اقچې، خانقاه ولسوالیو او ددې ولایت د مرکز شبرغان ښار پر مالدارانو په وړیا توګه وېشل شوي دي.
دغه مرسته د خوړو خوندیتوب او د وچکالیو د زیانونو د کچې ټېټولو په موخه ترسره شوې ده.