فراه کې ۷ ګلخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ سلواغه ۱۳۹۷
د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ اړوند په برنګتوت کلی کې د ۷ ګلخونو د جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه ګلخونې د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې «CBARD» په همکارۍ جوړې شوي دي
په پام کې ده، چې په یاد کلي کې د اتو نورو ګلخونو د جوړولو چارې هم پیل شي. دغه ګلخونې د کورنیو د اقتصادي ودې، مېرمنو لپاره د کارموندنې، د سبو د کرکېلي ترویج او د سبو د تولیداتو ډېروالی په موخه جوړې شوي دي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم ددې ولایت په پشت رود او خاک سفید ولسوالیو کې ۵۵ وړې ګلخونې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ول.