هلمند کې بڼوالو ته روزنیز پروګرام په لاره واچول شو

۲۰ سلواغه ۱۳۹۷
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې لایت یو شمېر بڼوالو لپاره د انګورو تاکونو د اصلاح او ښاخ بری په موخه روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې ده.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي په دې روزنیز پروګرام کې بڼوالو ته د انګورو تاکونواصلاح او د اضافي ښاخونو پرېکول په عملي او نظري ډول ښودل کيږي، چې په کمي او کیفي لحاظ د انګورو د حاصلاتو په ډېرولو کې رغنده رول لري او ورسره د بڼوالو عواید زیاتیږي.
ښاغلي الکو وویل، د هلمند دکرنې ریاست تل هلې ځلې کوي، چې په روزنیزو برنامو سره د بڼوالو وړتیاوې لوړې او اقتصادي پرمختګ ته یې زمینه برابره کړي.