خوست کې د جلغوزو تولیدوونکو ټولنه جوړه شوه

۲۲ مرغومې ۱۳۹۷
د خوست ولایت د جلغوزو تولیدوونکو په دې ولایت کې د جلغوز د حاصلاتو د ډېروالي او په خپلو چاروکو د ښه همغږی په پار یوه ټولنه جوړه کړه.
دغه ټولنه د خوست د کرنې ریاست او د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې په مرسته جوړه شوې ده. د خوست د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري وایي، چې د جلغوزو تولیدوونکو ټولنه له دغو بڼوالو سره مرسته کوي، چې ملي او نړیوالو مارکیټونو ته لار پیدا کړي.
ددې ټولنې په جوړېدو سره د خوست ولایت د جلغوزو ټول تولیدوونکي سره همغږي کیږي او له دې لارې په مارکیټ کې د رقابت ځواک پیداکوي.
د خوست دکرنې رییس حفیظ الله شاه نوري وایي، چې یاده اداره د جلغوزو تولیدوونکو سره هر راز همکارۍ ته ژمن دی.
باید وویل شي، چې چین ته د هوایي دهلیز تر پرانستلو ورسته له دې لارې سلګونه مټریک ټنه جلغوزې صادر شوي او حکومت په هېواد کې پانګونې په ځانګړې توګه د جلغوزیو په برخه کې پانګونې ته د زمینې برابرولو په هلوځلو کې دي.