د هلمند په نهرسراج کې پر یوشمېر بزګرانو د شنوخونو اړوند توکي ووېشل شوې

۲۲ مرغومې ۱۳۹۷
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د نهرسراج ولسوالۍ پر ۸۰ مخکښو ښځینه او نارینو بزګرانو د شنوخونو د جوړولو اړوند توکي او د سبو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي؛ د شنوخونو د جوړولو اړوند دغه وېشل شوي توکي، چې د «مرسي کور» بدیل معشیت پروګرام په همکارۍ چمتو شوې دي پر هر یوه بزګر څلور دوه متري سیخان،۱۰ متره مربع پلاستیک ، یودانه ۱۰ لیټره اوبه شیندونکی پمپ، ۱۶ متره رسۍ ، دوه میخونه ، ۲۰ پلاستکي ټري ګانې وېشل شوي دي. له دغو توکو څخه برخمن شي بزګران ۲۶ ښځینه او و۵۴ هغه یې نارینه دي.
د هلمند د کرنې رییس وایي ددغو توکو تر څنګ په شنوخونو کې د کرکېلي په پار د رومي بانجان، مرچکو، توربانجان او بادرنګو اصلاح شوي تخمونو هم پر دغو بزګرانو وېشلي او ترڅنګ یې برخمن شوي بزګرانو ته په شنوخونو کې د کرکېلي په هکله روزنه هم ورکړې ده
له دغو مرستو څخه موخه په دې ولایت کې د شنوخونو ترویجول د بېوزلو مېرمنو ملاتړ او د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي.