کامې کې د باجوړي د اوبولګولو کانال د رغولو چارې پیل شوې

۲۰ مرغومې ۱۳۹۷
د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د کرنې وزارت اړوند له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروګرام (SNaPP2) له لوري د باجوړي د اوبولګولو کانال د رغولو چارې پیل شوي.
د ننګرهار د کرنې رییس نورالله سباوون وایي، دغه کانال چې ټولیز اوږدوالی یې کابو دوه زره او ۱۸۰ مترو ته رسیږي ۲۴۷ هکتاره ځمکه خړوبوي. د نوموړي کانال د رغونې له امله به د سیمې ۳۲۷ تنو اوسیدونکو ته په نېغه او ۲۲۸۹ تنو ته به نانېغه ډول ګټه ورسیږي. د یادونې وړ ده، چې د دې کانال په جوړولو سره به د اوبو په ضایعاتو کې د پام وړ کمښت راشي او د کروندګرو د حاصلاتو د لوړېدو لامل به هم شي.