لغمان کې له ۵۵ فارمونو څخه کال کې څه باندې ۱۳ ټنه کبان تولیدیږي

۲۲ سلواغه ۱۳۹۷
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې له ۵۵ فارمونو څخه په تخمیني ډول په کال کې ۱۳ ټنه کبان تولیدیږي
د لغمان د کرنې رییس وایي: «په لغمان کې د کبانو ۵۵ فارونه شتون لري، چې له دغو فارمونو څخه په منځنۍ کچه کال کې ۱۳ مټریک ټنه کبان تولیديږي
د لغمان د کرنې ریاست چارواکي وایي دوی هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د کب روزنې پراختیا او پرمختیا ته لا ډېر زمینې برابرې کړي تر څو لغمان له دې پلوه پر ځان بسیا شي.
یاد ریاست وایي، چې لغمان کې د کب روزنې فارمونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده. د لغمان د کرنې ریاست چارواکي وایي لغمان کې کب روزنې فارمونو جوړولو ته ښې زمینې هم شتون لري د دوی په خبره د کابل، الیشنګ او علینګار سیندونو اوبه په لغمان ولایت کې د کب روزنې په پار درې سترې سرچینې دي
ددې ترڅنګ په لغمان ولایت کې د شولې کرکېلي هم د ودې په حال کې ده، ددې ولایت د کرنې ریاست وایي، چې د شولې په کروندو کې هم کب پالنې ته زمینې شته.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې ۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.