ننګرهار کې  ۷۲ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل  او واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۲
ننګرهار کې  ۷۲ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل  او واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې د ننګرهار ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې څارویو ته د چنجیو ضد درملو او انترکس د واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبواګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو حصارک، شېرزاد، خوږیانو، سره رود، پچیراګام، هسکه مېنه، کوټ، اچین، نازیان، دوربابا، غني خېل، رودات او دره نور کې ۷۲  زره راسه وړو او لویو شخوند وهونکو څارویو ته د
انترکس واکسینونه او  چنجیو ضد درملو د تطبیق چارې پیل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه د یادو درملو د تطبیق موخه په لویو او وړو شخوند وهونکو څارویو کې د داخلي پرازیتونو او چینجیو له منځه وړل، او دغه راز د مالدارۍ محصولاتو زیاتوالي، د حیواناتو د مړینې د کچې ټیټول او د مالدارانو د عوایدو لوړول دي.
باید وویل شي، چې د هالینډ کمېټه په ننګرهار کې د درملو سربېره د هګیو چرګانو،  حیوانې خوراکې وېش،  حیوانې کلینیکونو،  کوچني د خوراکې زېرمتونونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې هم د مالدارانو لاسنیوي کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۲۲
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان لپاره د هالنډ د کمیټې له مسوول ډاکټر فریدون. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

د اکټېډ دفتر مشرتابه د دوه پروژې پلان د کرنې او مالدارۍ مرستیال سره شریکې کړې

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
 د اکټېډ دفتر رییس او د رهبرۍ غړي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال مولوي صدراعظم عثماني سره په بلخ او سمنګان. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۱۷
Background image

د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ ننګرهار کې ۴۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول 

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو  چپرهار، پچیراګام او هسکي مېني ولسوالیو کې «د ډاکار خیریه مؤسسې» په همکارۍ ۴۰ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر. . .

بازگشت