د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د سرپل د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
معین مالی و اداری وزارت زراعت با رئیس و کارمندان ریاست زراعت سرپل دیدار کرد

۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له رییس او کارکوونکو سره یې وکتل.
په دې لیدنه کې د سرپل د کرنې ریاست د مالي او اداري چارو، په ځانګړي ډول د عشر او زکات د راټولولو، عوایدو د زیاتوالي، د امارتي ځمکو د کرایو د راټولولو او د مخابراتي انتنونو اړوندو ځمکو د اجارې د مدیریت او تنظیم په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال، د عوایدو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د عوایدو او امارتي ځمکو د اجارې د پر وخت راټولولو او له شته ظرفیتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.
نوموړي همداراز د عشر او زکات پر منظم او شفاف راټولولو او د امارتي ځمکو، په ځانګړي ډول د مخابراتي انتنونو لپاره د کارېدونکو ځمکو د اجارې ورکولو په بهیر کې د اصولو او مقرراتو پر رعایت ټینګار وکړ.
په دوام کې، د سرپل د کرنې ریاست مسؤلینو د خپلو فعالیتونو، د عوایدو د کچې، شته ستونزو او اړتیاوو په اړه خپل راپور د کرنې وزارت له مالي او اداري مرستیال سره شریک کړ.
مولوي نورالدین عمیر د مسؤلینو د راپور له اورېدو وروسته، د اداري چارو پر ښه والي، د اړوندو برخو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ پر رامنځته کولو او د مالي او عوایدي موضوعاتو پر جدي تعقیب ټینګار وکړ او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د وزارت د موخو د تحقق لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

د کرنې وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري دخپل کار په دفتر کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۲
Background image

ننګرهار کې د شیدو راټولولو څلورو مرکزونو سره د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ،. . .

بازگشت