د زابل ولايت له والي او استازو سره دکرنې وزير ليدنه: دبڼوالۍ او مالدارۍ پر پراختيايي برنامو خبرې اترې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۶:۱۹
دیدار وزیر  زراعت با والی و نماینده‌گان ولایت زابل: گفت‌وگو درباره‌ی برنامه‌های توسعه‌ی باغداری و مالداری

۱ سلواغه ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفتر کی دزابل والي احمدګل رسولي، په ولسي جرګه کې دزابل استازو عبدالقادر قلاتوال، زهرا توخۍ او ددې ولايت دولايتي شورا رييس عطاجان حق بيان سره وکتل او په ياد ولايت کې دبڼوالۍ او مالدارۍ پر پراختيايي برنامو خبرې وکړې.
دزابل والي او دخلکو استازو وويل، چې زابل يو کرنيز ولايت دی او ددې ولايت ډېری اوسيدونکي دبڼوالۍ او په ځانګړې توګه دانګورو، انارو، انځرو او بادامو په بڼوالۍ او توليد بوخت دي.
هغوی دبڼوالۍ په برخه کې انګور په ممیزو بدلول او دبادامو دپروسس په برخه کې دزمينو ايجادولو غوښتونکي شول. دوی وويل، ددې ترڅنګ چې په دې ولايت کې مالدارۍ هم وده کړې خو بيا هم په زابل کې لږې پراختيايي برنامې پلي شوي دي. هغوی دمالدارۍ، طبي بوټو په ځانګړې توګه دزېرې برخې ته دپاملرنې غوښتنه وکړه او وې وېل، چې دزابل زيره ښه کيفيت لري او بايد ياد ښه محصول ته بازارموندنه ووشي.
هغوی دزابل په ولايت کې دبڼوالۍ او مالدارۍ د ودې پر شته وړتياوو ترڅنګ دبڼوالۍ او مالدارۍ د پراختيايي برنامو د پلي کېدو په پار خپل وړانديزونه وړاندې کړل او په دې ولايت کې دکرنې وزارت دپروژو د استازوليو د ايجاد غوښتونکي شول.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي ددوی دغوښتنو او وړانديزونو تر اورېدو وروسته وويل، چې انډوليزه پراختيا په ځانګړې توګه په هغو ولايتونو کې، چې دکرنې او مالدارۍ وړتياوې لري دکرنې وزارت لپاره اصل دی.
ښاغلی احدي وويل، هلې ځلې کوو چې ډېرې پروژې پلي شي، دغه راز داصلاح شويو تخمونو دوېش برنامه لرو او د خصوصي سکټور پانګونه هڅوو.
دکرنې وزير دبادامو دعوايدو او حاصلاتو دپراختيا په هکله وويل، چې دبادامو ملي طرحه چمتو شوې ده، چې زابل هم په کې شامل دی.
دکرنې وزير زياته کړه، چې دمميزخونو او زېرمتونونو په جوړ ولو سره انګور او انارو ته پاملرنه شوې ده او هلې ځلې کوو چې دا پاملرنې په زابل کې هم ډېرې شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۳۱
Background image

ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلات څه باندې ۱۲ سلنه زیات شوي

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او بڼوالو ته د کرنیزو سپارښتنو په پایله کې، سږ کال په شپږو ولسوالیو کې د سرو املوکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۲۹
Background image

دهلمند په نادعلي کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ،«د اف‌جي‌اې» مؤسسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ، د هلمند ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۴۷
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همکارو مؤسسو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي احمدالله اتل او د خصوصي. . .

بازگشت