د بلخ په نهرشاهي کې څه باندې ۱۷ زره جریبه استرداد شوې ځمکه د ښاروالیو چارو د همغږۍ لوی ریاست ته ولېږدول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۱۹
بیش از ۱۷ هزار جریب زمین استردادشده در نهرشاهی بلخ به اداره هماهنگی امور شاروالی‌ها انتقال داده شد

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالی اړوند د یو شمېر ښارګوټو څه باندې ۱۷ زره جریبه ځمکه، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري امارتي تثبیت او استرداد شوې وه، د ښاروالیو چارو د همغږۍ لوی ریاست ته ولېږدول شوه.
د دغو ځمکو د لېږد تړون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د جوړې شوې ناستې پر مهال، د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم او د ښاروالیو چارو د همغږۍ لوی رییس مولوي محمد اسحق اخندزاده په حضور کې د استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي عبدالجبار خالد او د ښاروالیو چارو د همغږۍ لوی ریاست د املاکو او پانګونې د جلبولو رییس مولوي محمد حسن کریمي ترمنځ لاسلیک شو.
په استرداد شویو ځمکو کې د خالد بن ولید ښارګوټي ۲۷۶۱ جریبه، د ذبیح‌الله شهید ښارګوټي ۲۶۵۰ جریبه، د برادران غضنفر ښارګوټي ۵۲۵ جریبه، د ناصر خسرو بلخي ښارګوټي ۱۰۸۴۰ جریبه او د امیر علي‌شېر نوایي ښارګوټي ۲۱۳،۶ جریبه ځمکه شامله ده.
د اراضۍ ریاست د معلوماتو له مخې، یادې ځمکې تر استرداد وروسته د ځمکو بانک ریاست کې ثبت شوې او له ثبت او تثبیت وروسته، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د حکم پر بنسټ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري د ښاروالیو چارو د همغږۍ لوی ریاست ته ولېږدول شوې.
په دغه ناسته کې د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم، د ښاروالیو چارو د همغږۍ لوی رییس مولوي محمد اسحق اخندزاده، د استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي عبدالجبار خالد، د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبیر زاهد او د ښاروالیو چارو د همغږۍ عمومي ریاست د املاکو او پانګونې د جلبولو رییس مولوي محمد حسن کریمي ګډون کړی و.
د یادو ځمکو استرداد او د اړوندې ادارې په واک کې یې سپارل د دولتي ځمکو د ساتنې، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د امارتي ځمکو د قانوني او منظم مدیریت په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت!

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، چې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پنځه دېرشم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

بازگشت