لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۰:۵
لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

٣ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د لوکر ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی د لوګر په ولایت کې د مشکوکو  امارتي او عامه ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار د دقیق سکېچ، کروکي، څلور خواوو او مساحت اخیستلو لپاره  تخنیکي پلاوی بېلابېلو سیمو ته سفرونه ترسره کوي.  په همدې موخه یاد پلاوی د خپلو فعالیتونو په لړ کې .
د لوګر ولایت د امارتي ځمکو دغصب مخنیوی او بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د محمدآغې ولسوالی اړوند مس عینک کان ته سفر وکړ.
دغه سفر چې، مشري یې د یاد تخنیکي پلاوی مشر مولوی سید امین هاشمي کوله پکې د کار او ټولنیزو چارو رییس، د ښار جوړونې رییس او د ځمکو آمریت د کدستر عمومي مدیر ګډون کړی وو.
ددې سفر موخه د ریاست الوزراء د حکم او د غصب مخنیوی کمیسیون د مکتوب په اساس د هغو کورونو تشخیص او تثبیت ښودل شوي، چې د تطر حکومت له لوري ورته د ځمکو د بدیل معلومول ویل شوی وو یاد تخنیکی پلاوی ته دنده سپارل شوې تر څو دغه کورونه چی ټولټال په ۹ کلیو کې پراته دی وڅېړی.
مس عینک کان د لوګر ولایت دمحمدآغې ولسوالی په لیرې پرته دښته کې پروت دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۲:۱۲
Background image

سروبي کې پر یوشمېر کروندګرو کرنیز توکي ووېشل شوه

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د روپاني بنسټ په همکارۍ ددې ولایت د سروبي ولسوالی پر ۸۵۸ کروندګرو د کورنیو باغچو اړونده. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې د کب روزنې د ترویج په پار هڅې؛ د کانال شرکت د کبانو تود بازار 

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
ننګرهار کې د کب روزنې چارې او فارمونه د ودې په حال کې دي او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۱:۳۰
Background image

د خوست د مرکزي بڼ د اوبو ستونزه هواره شوه

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مرکزي بڼ د خوړوبولو د ستونزې هوارولو په پار هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې یاد بڼ. . .

بازگشت