د کندز په علي آباد ولسوالی کې پر ۲۵ کورنیو د شېدو غواګانې وویشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۶
د کندز په علي آباد ولسوالی کې پر ۲۵ کورنیو د شېدو غواګانې وویشل شوې

 ۱۷ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۴ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP)په مالي او د آغاخان پرمختیایي بنسټ (AKF) په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د علي آباد په ولسوالی کې پر ۲۵ بېوزله کورنیو ۲۵ د شېدو غواګانې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره دغه غواوې پر هغو کورنیو وېشل شوي دي، چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، او له بېوزلۍ کړېږي.
دغه وېشل شوي غواوې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۰ لیټره شېدې تولیدوي، چې د کورنيو د اقتصادي پياوړتيا او په کور کې د ښځو لپاره د کار د پيداکولو په موخه وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه په دې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزله کورنیو لاس نیوی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۲:۱۲
Background image

سروبي کې پر یوشمېر کروندګرو کرنیز توکي ووېشل شوه

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د روپاني بنسټ په همکارۍ ددې ولایت د سروبي ولسوالی پر ۸۵۸ کروندګرو د کورنیو باغچو اړونده. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې د کب روزنې د ترویج په پار هڅې؛ د کانال شرکت د کبانو تود بازار 

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
ننګرهار کې د کب روزنې چارې او فارمونه د ودې په حال کې دي او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۱:۳۰
Background image

د خوست د مرکزي بڼ د اوبو ستونزه هواره شوه

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مرکزي بڼ د خوړوبولو د ستونزې هوارولو په پار هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې یاد بڼ. . .

بازگشت