د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه ۳۳۲ جریبه متراکم بڼونه جوړوي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۵:۲۴
HVCDSP

۱۴مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې وزارت په پام کې لري، چې ددې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې په ۱۴۰۰مالي کال کې د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۳۲متراکم بڼونه جوړ کړي.
په دغو جوړېدونکو بڼونو کې به د مڼو، شفتالو، ناکو، الو، انارو او لیمو بڼونو جوړول شامل وي، چې د جوړلو لګښت به یې ۵۹میلیونه او ۲۲۶زره او ۵۵۹ افغانۍ وي.
یاد بڼونه د کابل، بامیان، غزني، میدان وردګ، پکتیکا، لوګر، پکتیا او خوست په ولایتونو کې جوړیږي.
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه «HVCDS»، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو له هغو پروژو څخه دی، چې د اسیایي پراختیایي بانک «ADB» له خوا تمویلیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت