دکرنې وزارت نوماند او سرپرست په افغانستان کې دملګرو ملتونو دپراختيايي ادارې له رييس سره په خبرو کې؛ د "UNDP" تر ملاتړ لاندې پروژو پر ريفورم ټينګار

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۹:۴۸
دکرنې وزارت نوماند او سرپرست په افغانستان کې دملګرو ملتونو دپراختيايي ادارې له رييس سره په خبرو کې؛ د  "UNDP" تر ملاتړ لاندې پروژو پر ريفورم ټينګار

۲۸ لړم ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نوماند او سرپرست وزير ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفترکې په افغانستان کې دملګرو ملتونو دپراختيايي ادارې "UNDP" له رييس عبدالله الدر دري سره خبرې وکړې.
په دې ليدنه کې دواړو خواوو دکرنې په وزارت کې پر هغو پروژو خبرې وکړې، چې دملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې له خوا مالي او تخنيکي ملاتړ کيږي.
دغه راز په دې غونډه کې دهغو پروژو پر ريفورم چې دملګرو ملتونو دپراختيايي ادارې له خوا ملاتړ کيږي هم خبرې وشوې.
بايد وويل شي، چې دکرنې دودې او کليوالي پراختيا پروژه  "CBARD"او داقليمي بدلونونو له امله د رامنځته شويو زيانونودکچې ټيټولو پروژه "CDRRP" دکرنې وزارت له هغو پروژو څخه دي، چې دملګرو ملتونو دپراختيايي ادارې په مالي او تخنيکي ملاتړ پلي کيږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۳۴
Background image

ننګرهار کې ٥٦٠ مېرمنو ته د سبو او مېوو وچولو د ستګاوې ورکول کېږي

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې«ان‌سي‌اراو» په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۵۳
Background image

کابل کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په انګړ کې د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی. . .

بازگشت